جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهحمد الله محب له ننګرهار او کونړ وروسته لغمان ته رسېدلی دی

حمد الله محب له ننګرهار او کونړ وروسته لغمان ته رسېدلی دی

تاند( سه شنبه، د سرطان ۳۱) د ملي امنيت شورا سلاکار او ورسره مل پلاوی لغمان ولايت ته  د امنيت او سيمه ييزې حکومتولۍ د وضعيت د ارزونې په موخه رسیدلی دی.

د ملي امنيت سلاکار محب په دې سفر کې د لغمان ولايت محلي چارواکو، نظامي مسوولينو، د ولايتي شورا استازيو، ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني ټولنو استازو او مېرمنو سره ناسته لري او د دوی غوښتنې، وړانديزونه او ستونزې به د حل په موخه مخامخ واوري.

د نوموړي رسیدو سره سم د محب په مشرۍ د لغمان امنیتي وضعیت ارزونې په موخه د نظامي شورا ناسته هم ترسره شوه.

په دې ناسته کې د لغمان د امنيتي وضعيت ارزونه وشوه او همدا راز په دې ولايت کې د امنيت لا ټینګښت او پراختيا په برخه کې لازمې پرېکړې وشوې.

حمد الله محب د لغمان ولايت د نظامي ادارو مسوولينو سره د دې ولايت د امنيتي وضعيت د لا ډاډمنتيا په موخه هر اړخيزه بحث او دمرستې هر اړخیز داډ ورکړ.

د ملي امنیت سلاکار له لغمان وړاندې ننګرهار اوکونړ ته هم په سفرتللی وو او هلته یې دخلکو او امنیتي مسولینو سره ناستې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...