شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو بلخ ولایت کې له خپلو زندانونو ۱۶ دولتي کسان خوشې کړي

طالبانو بلخ ولایت کې له خپلو زندانونو ۱۶ دولتي کسان خوشې کړي

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۳۱) قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، دوی له خپلو زندانونو څخه ۱۶ دولتي کسان خوشې کړي دي.

سهیل شاهین ویلي، چې دا کسان یې نن په بلخ ولایت کې خوشې کړي دي او په خبره یې په کې افغان پوځیان او پولیس هم شامل دي.

افغان حکومت تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

وسله وال طالبان داسې مهال، د بندیانو دخوشې کیدو خبر ورکوي، چې تازه نن د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یو خبري کنفرانس پرمهال له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې که سولې ته ژمن دي نو تاوتریخوالی دې ودروي.

صدیقي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې وه،چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام هیڅ لوري ته د منلو نه دی.

هغه ویلي،چې افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې بدلون کړی دی او طالبان باید د دې بدلون په منلو او د دوحې هوکړې په عملي کولو سره بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې پرېکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې یو له اساسي مواردو څخه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب