Homeخبرونهپر سوداګري اړیکو د افغانستان - پاکستان د پارلماني کمېټو خبرې

پر سوداګري اړیکو د افغانستان – پاکستان د پارلماني کمېټو خبرې

تاند (جمعه، د سرطان ۲۷) د افغانستان او پاکستان د ملي شوراګانو د دوستۍ د ډلې د اجرايي کمېټې غړیو پرون (پنجشنبه) د پاکستان په ملي جرګه کې سره ولیدل.

د پاکستان د اسوشیتیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې غونډه کې، چې د پاکستان د ملي جرګې ريیس اسد قیصر هم برخه لرله، پر هغو ستونزو خبرې وشوې چې د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري او د خلکو ترمنځ راشه درشه اغېزمنوي.

په دې غونډه کې پر یو شمېر وړاندیزونو بحث وشو.

د دواړو خواوو پارلماني کمېټو پرېکړه وکړه چې راتلونکې اوونۍ بیا سره وویني څو افغانستان ته د پاکستاني مالونو د ترانزیت او د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداري راکړو ورکړو په اړه وړاندې شوې سپارښتنې نهايي کړي.

د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر، چې په دې غونډه کې یې د پاکستان د ملي جرګې د ريیس په بلنه ګډون کړی و، ډاډ ورکړ چې په ګمرک کې به د کانتینرونو کار ژر کېږي.

دا غونډه په داسې وخت کې وشوه چې د پاکستاني پوځ په راکټي بریدونو کې د افغانستان په کونړ ولایت کې ۸ ملکیان ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...