جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهافغان او پاکستاني چارواکي د ډیورنډ پر فرضي کرښه پر وروستیو تحرکاتو...

افغان او پاکستاني چارواکي د ډیورنډ پر فرضي کرښه پر وروستیو تحرکاتو غږیدلي

تاند(جمعه، د سرطان ۲۷) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو د راکېټي بریدونو په هکله، چې د کونړ ولایت په یو شمیر سیمو شوي له پاکستاني لوري سره د اعتراض په ډول ناسته ترسره کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دواړو هېوادونو مشران د پاکستانیو ځواکونو پر وروستیو تحرکاتو او د دې ستونزو پر دیپلوماتیک حل غږیدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د ناستې په وروستیو کې د راکیټي بریدونو پر درولو پریکړه وشوه.

اعلامېه کې زیاته شوې د دواړو هیوادونو دفاعي چارواکو ترمنځ د اړیکو له لارې د وروستۍ پیښې د علتونو څیړنه او د هغوی د تکرار د مخنیوي لپاره د موجوده جوړښتونو په نظر کې نیولو سره د دواړو لورو لخوا لازمي اقدامات باید ترسره شي.

دا غبرګون او اندیښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې څو ورځې وړاندې په کنړ د پاکستاني ځواکونو لخوا توغندي راتوغیدل او ګڼو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب