Homeروغتیاد وینې د سرطان د درملنې لپاره نوي درمل

د وینې د سرطان د درملنې لپاره نوي درمل

تاند- فرانسوي څېړونکي وايي، د قند یا شکر د ناروغۍ له درملو څخه په کار اخیستلو یې د وینې د سرطان د درملنې لپاره ښې نتیجې ترلاسه کړي دي.

د دوی په وینا د دیابت یا شکر یو ډول درمل د سرطان خپروونکي حجرې لږې کړي.

دا کشف د وینې د یو ډول زیات عام سرطان د مخنیوي لپاره یو مهم پرمختګ دی.

فرانسوي څېړونکو دا درمل په ۲۴ ناروغانو ازمېښت کړي چې په سلو کې ۵۷ تنه یې په ۱۰ میاشتو کې ښه شوي خو دوی وايي چې باید په دې برخه کې زیاتې څېړنې وشي څو نهايي نتیجه ترلاسه شي.

په فرانسه کې هر کال د وینې د سرطان شپږ سوه نوي ډولونه پېژندل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...