پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند کابل هوايي ډګر/ استاد شپون

د کابل هوايي ډګر/ استاد شپون

دا دومره وړه او بابیزه موضوع وه چې په لیکلو یې شرمیږم خو څه وکړم چې هر ځل وطن ته د ستنېدو په فکر کې شم همدا موضوع لکه کوه قاف سترګو ته راودرېږي چې څنګه به پرې خیژم. پر لیوالتیا مې سړې اوبه واچوي. نو اوله به موضوع مهمه وسکڼم بیا به یې چارواکو ته وړاندې کړم.

پروسږ چې کابل ته لاړم، نزدې مې خوجه رواش کې د شکرانې سجده کړې وه. خو هره خوا بدهیبته، برېتور، عسکریان ولاړ و چې وسلې ترې زنکېدې. ما یوه ته وخندل سلام وطندار مې ورکړ خو هغه ماته وکتل او آپلو یې لاړې تو کړې. د

استاد شپون
استاد شپون

پاسپورټ غرفې ته په لاین کې ودرېدم خو عسکر به راغی، خارجی به یې مخ ته کړ. بل عسکر به بسته کورنۍ له لاینه وایسته او بلې غرفې ته به یې بو ته. بل عسکر به راغی غږ به یې کړ: فامیل….. کیست اې صف براید. چې تقریبا په اخر کې زما وار شو، شاتني نفر ټیل وهلم، کور استي؟ نمې بیني کې دیګه کس نیس؟

پاسپورت والا داسې راته کتل لکه چې رباني ما وژلی وی، کله به ما ته کله پاسپورټ ته ځیر و. له ماشینه یې تیر کړ، بیا یې یوه همکار ته غږ کړ چې پاسپورټ ډبل چېک کړي. چې بیا یې پریښودلم نو په افسوس یې راپسې کتل لکه وايي چې، هی هی چې دا ځل را نه خلاص شوې.

چې د بګاژ سامان بکسونو ځای ته لاړم نورې ناخوالې یې راباندې هیرې کړې. یوه مردار خوره تسمه وه یو مردار خور ځل ورباندې ټینګ شوی و، د هغې به سر د سپرلیو بکسونه و چې راتلل او بیرته یوه سوري کې غپېدل. ګړه بی ګړه بی. بیا ځای په ځای ودرېد، برق به لاړ. موږ به منتظر وو چې بابا غوښې ډوډۍ راوړي. ګرچاپیر یې د همدغو سړیخورو غومبر و چې سپرلۍ یې نه ورپرېښوه چې خپل بکس راکش کړي. ده به ویل«بمه نشان بده، دیګه غم نخور» که به یې د چا لاس کې د کوکاکولا ګیلاس لېده، یا د لاس امسا، ترې کش کوله یې«بتیش که مه برت بګیرم، کوکاکو ده اخیسته، امسا یې بل ملګري ته. که دې وړوکی بکس د ارابو سره روان کړی و، هغه به یې خپل دریم ملګري جوالي ته ورکړ. «برین بخیر، بکساره ده ګمرک چک کنیم،» ما ته یې سترګک واهه، غم ګمرکه نخور، شراب مراب خودېش نیس؟

ته وا ما به د دوی چارواکو ته شکایت نه وي کړی؟ کاوه مې خو تل مې دې ته پام و چې ربانی خاني ده که دوستم خاني، زیاتره به ټلواله مسلطه وه. نو به یو څه تکیه په جلو ږغېدم. دوی به په انتقاد کې تر ما ګړندي وو، خو ما ته یې د کندهار هوايي ډګر رایاداوه چې پنډیان یې زیاتره هزاره ګان او دوه پښتانه وو. چې په بار دروند و نو یوه به غږ کړ،« برتو یش سر اوغو»اکثر به یې بدله ورپسې ویله: اوغان اګر رستم شود، علم و کمالش کم شود، در دشت اګر سستي کند، در کوه خر محکم شود. نو دلته به هم ګناه د طالبانو وه.

مال او بکسه خو خیر خو ته یې هم به حیا کې نه پریښودې. افغاني پیسه خو تا سره نه وه، سعودي روپۍ او ډالرې چې تا سره وې هغه دې د راوړلو په خاطر ټول په سل ډالریزو بدل کړي وو. چې به دې سل ډالره ورکړل، چې ماتې یې کړی، هغه به یو پنځوس ګیز درکړ، او نور به یې همداسې درته مړې مړې کتلې لکه چې مامله ختمه شوه.

بیا به د ټکسیانو د ربانې جنګ و او قسم قسم لهجې او ژبې یې درباندې ازمییلې چې ځان ستا کلیوال وښیي. تر څو کورته رسیدې، به نالت به لړلی وې خولې به درباندې ماتې وې ته لا ودرې چې ټکسیوان درسره څه مامله کوي!!!!

6 COMMENTS

  1. دروندشپون دې ژوندی وی !هسې ماویل هغه دوزیراکبرخان امریکاغږچې دتاسووراره و او که خوریی مې را په یادشواوهغه همایون ډریور،
    کله چې دمجاهدینوانفلاق بریالی شو- نو کوم سرکوزی کارتونست داسې یو کارتون کښلی وو–: یوې خواته یې ربانی چې په تخرګ کې یې یو اوږد رادیو کسټ ټینګ اوپټ نیولی وو اوپه داسې حال کې چې مخامخ ډاکترنجیب ته یې ګوته څنډنه کوله او ویل يې ((ما به خاطردزدی وچور آمده بودیم ولی تو حکومته هم در ګردن مازدی )) دامې تر هغه جناب ته یاده کړه چې له همهغه دمه تردې دمه همداحال ده اودوی ولس برمته نیولی

  2. استاده دا هېواد تل دغلام بجه ګانوپه واک کې ده، پښتون يې پرهر لاره بې وزله ده. خو پښتون چې ځان ته واکمن وايي، هغه هم د دوي په واک کې ده

  3. ته باور وکړه له دې کبله چې زما پاړسو نه ده زده، کابل کې چې ګرځم لکه یوه پردي هېواد کې چې ګرځم. مقابل کس به ښه په پښتو پوهیږي خو نه به یې راسره وايي. د کابل هوايي ډګر درې ځل ما هم استعمال کړی دی، خوشبختانه داسې څه پېښې سره نه یم مخ شوی . یواځې یو ځای چې بوټان یې راباندې وویستل نو یو سړی راته شین نښتی و چې ژر کوه، دلته نور خلک هم دي، سامان دې ژر ژر وباسه. څومره وخت دې تېر کړ.
    ====
    نور چې څنګه کابل هوايي ډګر ته راننوځې، لکه غوجل ته چې راشې. ستا خبره ریشخند وي سم. عسکر به راشي، مچی به له کس واخلي، سلام کلام او مرکې به ورسره شروع کړي، بیګ به ترې واخلي او غش به شي د ديپلوماتانو په لاره به يې وباسي. نور هم بس هسې ټوکې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب