سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد افغان طالبانو یو مشر د هلمند د نظامي شورا له مهم...

د افغان طالبانو یو مشر د هلمند د نظامي شورا له مهم پیغام سره کابل ته تللی

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۳) د افغان طالباننو یو مهم مشر او په کراچۍ کې د دې ډلې پخوانی کونسل (کونسل جنرال) جنرال مولوي رحمت الله کاکازاده له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی دی.

د طالبانو یوې باوري سرچینې تاند ته وویل، رحمت الله کاکازاده، چې د طالبانو د هلمند د نظامي شورا یو مهم پیغام هم له ځان سره وړی، په کابل کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر او د حج او اوقاف وزیر مولوي عبدالحکیم مُنیب سره کتلي دي.

سرچینه وايي، د افغانستان حکومت ته د ښاغلي کاکازاده له لوري په رسول شوي پیغام کې راغلي چې له کوچني اختره وروسته له زیات شوي تاوتریخوالي سره طالبان موافق نه دي او دا تشدد د کوټې، پېښور او کراچۍ شوراګانو له لوري پیل شوی دی.

په پیغام کې ویل شوي چې د کوټې، پېښور او کراچۍ شوراګانې د پاکستان د استخباراتو په ولکه کې دي خو د هلمند طالبان د منلامنصور له وژل کېدو وروسته له پاکستانه وتلي او بیا د دغه هیواد لمنې نه دي لوېدلي.

رحمت الله کاکازاده په ۲۰۱۷ م کال ګارډین ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي و چې د پاکستان له مرستو پرته طالبان یوه اوونۍ هم جنګ ته دوام نه شي ورکولی.

ولسمشر غني د هند د سفر په لړ کې د طالبانو د دغه مشر څرګندونې په یوه خبري کنفرانس کې کټ مټ یادې کړې. وروسته طالبانو مولوي کاکازاده او د هغه ورور عنایت الله کاکړ، چې د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال دی، وګواښل. خو مولوي رحمت الله کاکازاده د هلمند د طالبانو مشر صدرابراهیم ته ځان ورساوه او هغه د پخوانۍ ملګرتیا له مخې وژغوره.

ویل کېږي چې د هلمند د طالبانو شورا د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې له تړونه وروسته د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد له جګړې سره مخالفت کوي.

مولوي کاکازاده هم کابل ته همدا پیغام رسولی دی. په پیغام کې راغلي چې د هلمند شورا د تشدد کموالی غواړي خو د کوټې، پېښور او کراچۍ شوراګانې د پاکستاني مقاماتو د اصرار او مشورې له کبله د اورکم او اوربند مخالفت کوي.

د طالبانو په منځ کې د جګړې د دوام پر سر د اختلاف او متفاوتو نظرونو ادعاوې تر دې مخکې هم شوي خو د طالبانو د قطر دفتر او د دې ډلې جنګي ویندویان دا ادعاوې نه تاییدوي.

1 COMMENT

  1. دا خو یو واقعیت دی چه دغه جګړه په افغانستان کی د ډیره وخته یوه نا اعلام شوی تروریستی جګړه ده ، قربانی یی افغانان دی . باید چه افغانان بیداره شی ، د امریکائیانو سره روغه کیژی ، خو افغانانو تر منځ د اوربند مخالفت کیژی ، د یوه تور پوستی په وژلو تور پوستو ټوله دنیا ولړزوله . باید افغانان په متحد شکل د افغان وژنی خلاف او د خپل قاتل خلاف یوواحد ژغ پورته کړی ، تر کومه به افغانان وژل کیژی ، ګناه یی څه ده ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب