سه شنبه, مې 21, 2024
Home+د پخلاینې د ملي شورا رييس د طالبانو پر حملې نرم غبرګون...

د پخلاینې د ملي شورا رييس د طالبانو پر حملې نرم غبرګون وښود

تاند ( سه شنبه ، د سرطان ۲۴) د مصالحې عالي شورا په داسې حال کې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه ، د دوشنبې په ورځ د سمنګان ملي امنیت ریاست پر ودانۍ د طالبانو برید یوځل بیا د افغانانو ترمنځ خبرو کې د ځنډ په اړه اندیښنې راپورته کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي چې دا ډول بریدونه د سولې له پرمختګ سره مرسته نه کوي.
د شورا ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ وویل چې حکومت او طالبان دواړه باید سولې ته خپله ژمنتیا پوره کړي.
هغه وویل: “موږ دا برید غندو او له ښکېلو غاړو غواړو چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د افغانانو تر منځ د خبرو اترو لړۍ پیل کړي او خپلې کړې ژمنې پوره کړي چې دا به د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته لاره هواره کړي ، او یوه ژمنه یې د تاوتریخوالي کمول دي.”

د سمنګان ولایت ځايي چارواکو وايي چې څلورو برید کونکو د دوشنبې په ورځ د ایبک په ښار کې د ملي امنیت پر ریاست حمله وکړه چې لس امنیتي کارمندان یې ووژل او ۶۳ نور یې ټپیان کړل.

د سمنګان د عامې روغتیا رییس ویلي چې لس نظامي پرسونل او پاتې نور ملکي وګړي دي.
په ورته وخت کې ، ولسمشرۍ ماڼۍ هم د سمنګانو د دوشنبې ورځې برید په کلکه غندلی.

په اعلامیه کې د ولسمشرغني په حواله لیکل شوي چې طالبان د سولې په خبرو کې د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي له زیاتولو او د بې ګناه وګړو د وژنې څخه کار اخلي.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په سمنګان ولایت کې د تېرې ورځې برید غندلی او له ټولو خواوو یې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده.

خليلزاد زیاته کړې، په وروستيو ورځو او اوونيو کې تاوتريخوالی زيات شوی او زيات شمېر افغانان د کوم دليل پرته وژل شوي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي په سمنګان ولایت د طالبانو له لوري برید دا په ډاګه کوي چې هغوی تلپاتې اوربند او د افغانانو تر منځ د سولې د خبرو اترو لپاره ژمن نه دي او د خپلې وعدې خلاف عمل یې تر سره کړی.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو مرګژوبله توجیه کېدلی نشي.

ناټو ویلي د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له منځه وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب