Homeروغتیاد غاښ ډکولو لپاره نوي مواد جوړ شول

د غاښ ډکولو لپاره نوي مواد جوړ شول

تاند- ساینسپوهانو د غاښ د ډکولو لپاره یو ډول بایو اکتیف شیشه جوړه کړې ده.

دا ماده د امریکا د اورګان پوهنتون څېړونکو جوړه کړې ده. د غاښ د ډکولو اوسني مواد ۶ کاله دوام کوي خو ساینس پوهان وايي چې دا نوي شیشه يي مواد د انسان له بدن سره تعامل لري او کېدای شي د غاښ په طبابت کې لوی بدلون راوړي.

په خوله کې موجوده باکتریا، چې د غاښ د ورستېدو سبب کېږي، پر دې شیشه يي مادې تاثیر نه لري.

بیو اکتیف شیشه، چې پوډرو ته ورته ماده ده، د سلسیم اوکساید، کلسیم اوکساید او د ګوګړ اوکساید په شان ترکیبونو څخه جوړه شوې ده.

په امریکا کې هر کال تر ۱۲۲ ملیون زیات غاښونه ډکېږي.

هر غاښ په کال کې تر ۶ لکه ځلي زیات ژوول کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...