جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره اړتیا ده د بندیانو...

عبدالله: د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره اړتیا ده د بندیانو د ازادېدو بهیر پای ته ورسیږي

تاند (شنبه، د سرطان ۲۱) عبدالله: د بندیانو تر خلاصون یوه اونۍ وروسته د افغنانو تر منځ خبرې پیلیږي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره اړتیا ده د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو بهیر پای ته ورسیږي.

عبدالله ویلي چې د بندیانو د خلاصون تر پروسې یوه اونۍ وروسته به د افغانانو تر منځ لومړنۍ غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي.

بلخوا ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک د شرایطو د تطبیق په خاطر د افغان حکومت ملاتړ او د بشردوستانه اوربند لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي غني ویلي خپلواک، سوله ییز، او متحد افغانستان د افغانانو موخه ده، څو په خپله له سیمې او نړۍ سره یو ځای د تېرو دوو لسېزو لاسته راوړنو د ساتنې او پیاوړتیا ځواک ولري.

افغان حکومت بیا د طالب زندانیانو د خوشې کېدو په اړه ویلي چې نږدې ۶۰۰ طالب بندیانو به د بېلابېلو لاملونو له مخې خوشې نکړي.

تر دې وړاندې ځینو روسي رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي وو، چې د طالبانو په پاتې ۶۰۰ کسانو کې داسې بندیان شته چې د امریکا یا نورو هېوادونو په تور لیست کې شامل دي او دغه راز ۱۵۵ هغه یې پاکستاني جنګیالي دي چې له افغان پوځیانو سره په روانه جګړه کې نيول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب