جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورلونګ په ادب کې او روغتیايي ګټې یې

لونګ په ادب کې او روغتیايي ګټې یې

خبریاله: عاقله اسد(شنبه، د سرطان ۲۱) لونګ؛ هغه نوم چې په یادولو یې خلکو ته د همدې نوم په اړه د پښتو ادب ډیرې لنډي، سروکي او بیتونه ذهن ته راځي.

په تورو بد مه وایئ خلکه

تور خو لونګ دي چې شاهان یې بویونه

دا یو طبیعي بوټی دی چې د خوراک تر څنګ په درملو، عطرو، تېلو او نورو ډېرو شیانو کې استعمالیږي.

لونګ په کلیوالو سیمو کې له یو خاص ارزښته برخمن بوټی دی، کلیوالې پیغلې ترې امیلونه او ځونډي جوړوي، دوی له لونګو سره دومره مینه لري چې ان کله کله خو یې په لاس ترې جوړ شوي، ځونډي تر ټولو نژدې کس ته غوره تحفه ګڼي، دوی یوازې، لونګ ځونډي کړي نه دي، بلکې لونګ یې ټپه کړي، سروکي کړي او د پښتو په ولسي ادب کې یې ځای پر ځای کړي؛ نو ځکه خو وايي:

دا ته چې لاړې مسافر شوې

د شنو لونګو کښت به څوک کوي مئینه

له پورته لنډۍ څخه له لونګو سره د پښتنو میرمنو مینه ښکاري، چې دوی په سخت حالت کې هم خپل لالی رخصتوي او یوازې د دې غم ورسره دی، چې د ده په نشتون کې به د لونګو کښت څوک کوي.

پښتنه کوچۍ هغه نجلۍ ده چې همیشه یې د لونګو ځونډي په جامو باندې ټومبلې وي. کوچۍ ویل، “له لونګو سره زیاته مینه لرم او له خوشبویي څخه یې د ارامۍ احساس او خوند اخلم” کوچۍ زیاته کړه، زموږ په کورنۍ کې له لونګو څخه پیغلې او ځوانان ځونډي جوړوي او د خوښۍ په مراسمو کې یې په کمیسونو ټومبي.

لونګ نه یوازې دا چې اوسنۍ پیغلې او ځوانان یې خوښوي؛ بلکې زموږ مشران هم هر وخت د لونګو یادونه کوي. له سپین سرې لعل ببو ادې څخه مو د لونګو په اړه پوښتنه وکړه هغې په دې ټپې ویلو خپلې خبرې پیل کړې:

اشنا مې نوی سوداګر دی

په سر باري کې به لونګ راته راوړینه

د لعل ببو ادې په خبره چې لونګ په ودونو کې دیر زیات کارول کیږي، هغې د خپل کلي د رواجونو په اړه راته وویل: خوست کې چې کله ناوې ودیږي، د کلې یوه مشره ښځه د ناوې په سر دوه شالونه خوروي چې یو شین او بل سور رنګ لري په هغو شالونو کې مشره ښځه لونګ ټومبي تر څو ناوې له بد نظر وساتل شي. د ناوې خسرخیل بیا د کلې ښځې ته یو څه په سوغات کې ورکوي.

په کابل کې له یو دوکاندار مو د لونګو د خرڅلاو پوښتنه وکړه، هغه تاند ته وویل: لونګ په ځینو خوړو کې د مسالې په توګه هم کارول کیږي چې د دوی بازار ته یې تود کړی دی.

لونګ نه یوازې دا چې په دودونو او خوړو کې استعمالیږي بلکې ډېرې روغتیایي ګټې هم لري.

د روغتیایي ګټو په اړه یې د داخله ناروغیو ډاکتر یونس پوپل تاند ته وویل چې له لونګو څخه باید په ورځنې ژوند کې زیاته استفاده وشي.

هغه وایي، لونګ د شکرې ناروغۍ مخه نیسي، د مخ پوستکی صفا کوي، د ستوني درد کموي، وینه پاکوي، سر دردي او د غاښونو درد له منځه وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب