Homeخبرونهد خوست ښوونکي او زده کوونکي خپل ښوونځي خپله سمسوروي

د خوست ښوونکي او زده کوونکي خپل ښوونځي خپله سمسوروي

خبریاله: عاقله اسد ( چهارشنبه، د سرطان ۱۸) د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د یوشمیر ښوونځيو ښوونکي او زده کوونکي د قرنطین په رخصتیو کې د خپلو ښوونځيو شاوخوا او تفریحي ساحې سمسوروي.

دوی وایي دا خبره په عمل کې ثابتول غواړي چې ښوونځي ته د خپل کور په سترګه ګوري.

د خوست د مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې ښوونکو او زده کوونکو په شخصي لګښت د   ښوونځيو سمسورتیا او بیا رغونې ته ملا تړلې ده.

خوستیانو له معارف سره میلیونونه افغانۍ مرسته کړې

دوی وایي، له قرنطین څخه په ګټې اخیستنې یې دا غوره وګڼله چې د ښوونځيو تفریحي میدانونه، چې پخوا پکې دوړې او د خاورو پوټي ول، اوس مهال په ګلانو، شنو چمنونو او نیالګیو کېنولو ښایسته کړې دي.

د خوست د عبدالحۍ حبیبي لیسې یو ښوونکی وایي، دوی دا پریکړه د کورونا له راتګ سره وکړه.

په ورته مهال د الفتح په نوم ښوونکی وایي دوی د زده کړو لپاره د ښه چاپيریال د چمتو کولو په خاطر دې کار ته ملا تړلې ده.

دی وایي دوی په خپل شخصي لګښت دا چاره پرمخ وړي.

بل لورته د خوست د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول سیف الرحمن سیراج وايي، د کال په لومړیو کې یې د سمسور ښوونځي په نوم د ښوونځيو د زرغونولو او په هغوی کې د نیالګیو کېنولو لړۍ پیل کړه، چې تر دې دمه یې د ډيری ښوونځیو شاړې برخې شنې کړې او دا لړۍ لاهم دوام لري.

سراج وايي دا کار د ښوونځيو زده کوونکي او ښوونکي پخپله خوښه او له زده کړې سره د مینې له مخې ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...