جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزد هېندارو کور | لیکوا ل: تیورین

د هېندارو کور | لیکوا ل: تیورین

ژباړن: ذبیح الله ژمن

په یوې کوچنۍ ټولنې کې د راتلونکي نسل معلومول چې څه ډول به وي، ډېر اسان دي. که غواړئ چې جامعه مو له غلامۍ او نورو ټولنیزو ناخوالو بچ کړئ؛ نو د ماشومانو د ذهنیتونو پر ښه والي کار وکړئ.

که هیڅوک هم یو خیرات ګر (سوال ګر) ته د پیسو ګټلو بله لار و نه ښیي، نو ټولنه به یې له فقر او بېوزلۍ څنګه خلاصه شي؟

ذبیح الله ژمن


چاپېریال د یو کس پر شخصیت خورا اغېز لري. که څوک لږ عقل په کار واچوي؛ نو د ټولنې په اړه به مبتذل فکر و نه کړي. کوم خلک چې فلسفي ذهنیتونه لري، ټولنې او خپل چاپیریال ته له نوې زاویې ګوري او پر وړاندې یې تقلیدي یا کلیشه یي فکر نه کوي. دا چارې د شخصیت په لوړنې کې خورا ونډه لري.

کم عقله خلک هر څه ته له خپلې هیندارې نه ګوري، تل هڅه کوي چې د بل چا په هېندارې کې ځان وګوري. هوښیار بیا د هر څه تر منځ توپیر کوي، خپل تصمیم په خپله نیسي، چې څه وکړي او څه نه. منطقي خلک له خپلو تجربو زده کړه کوي، برعکس بې منطقه هر څه ته له پخوانۍ زاویې ګوري. دا متل پر ځای دی، چې د کارغه له ځالې کارغه الوځي او باز له ځالې باز. ځکه خو یوه ډمه غواړي، چې لور یې ډمه شي او د جنایتکار هیله دا وي چې زوی د ده په څېر شي. اوس که دا دوه ماشومان له خپل عقل او منطق نه کار وا نخلي؛ خود به د مور او پلار غوندې کېږي.

کم عقلان داسې دي لکه سمېټ (سمینت)، معمار یې چې څه ډول وغواړي، دوی پر هماغه ډول ځانونه کلک او جوړوي.  د لېوه په څېر ځېرک خلک، روښان فکره دي، زر قضاوت تر هغې نه کوي چې په قوي منطقي بحث یې قانع نه کړې. د لېوانو غوندې خلکو تر ټولو ښه صفت دا دی، چې د تحلیلي (فلسفي) فکر توانایي لري، له دې کبله د ازاد فکر او څښتنان دي. پسه ډوله خلک داسې دي لکه مۍ، کوم طرف چې تله درنه شي، په هغه طرف منډې وهي.

محیط پر انسان ډېر اغېز لري، بلخصوص په ضعیف النفس انسان. دا موضوع دومره د شاربلو هم نه ده، ځکه هر څوک پرې پوهیږي. هغه ځوک چې قناعت نه لري؛ هغوی دې لاړ شي په هغه ټولنې کې چې غریب خلک اوسیږي، یو څو ورځې تېري کړي. و به ګوري چې د کورونو دروازې یې څنګه دانګې وانګې پرتې دي، ونې یې څومره ځنګلي او په کوڅو کې یې هر ځای ډېرانونه جوړ دي. د کلي مکمله منظره به درته وحشت ښکاري. بیا لاړ شه د شتمنو خلکو ځای ته؛ د هر کور لپاره به یې د حفاظت مجهز سیستم وي، کوڅې به یې پاکې او ښایسته وي، حتا دا چې ټول کورونه به یو ډول جوړ شوي وي.
خبره د شتمن او غریب نه ده، بلکې په خلکو کې ده. د دواړو ټولنې وګړي باید مطالعه شي، چې څه ډول خویونه لري، ټولنیز شعور یې تر کومې کچې دی؟ د فقیرې ټولنې وضعیت پخپله دوی جوړ دی. په ټولنیزو رواجونو، اخلاقو او معیارونو باید له سره فکر وکړي. څه ومني، څه نه او څه ته اړتیا ته ده چې نوښت راشي؟ غریب فکرونه د فقر سبب کېږي او شتمن فکرونه د نوښت او سوکاله ژوند.

په یوې ټولنې کې ممکن د هر دین خلک واوسیږي، محیط دومره تاثیر پرې کوي، چې یو وخت به یې د دین توپیر و نه شي. محیط دې ته نه ګوري چې څوک د کوم سمت، قبیلې، وطن او دین دي، ټول  یو ډول کوي، هغه که د نړۍ له دوو کونجونو هم سره یو ځای شوي وي. ځینې خلک شادیان، ځینې خام کبان خوري او داسې هم شته چې لا وحشیان دي، هیڅ فرهنګ نه لري. څوک چې په کوم ځای کې لوی شي، په هماغه ډول وي. لنډه دا چې محیط داسې یو قالب دی، چې وګړي جوړوي.

د انټرنټ، تلیفون او هغه کتابونو برکت دی چې تکړه لیکوالو لیکلي، دا کمک راسره کوي چې د یو بل له افکارو خبر شو. ځاني فکرونه اواندیښنې هغه څه دي، چې د یو کس په روند، منطق او ادراکو  کې بدلون راولي. که غواړئ په ځان کې نوښت راولئ، ډېره سخته خبره نه ده، یوازې د فکر زولنې وشکوئ، هغه هېندارې ماتې کړئ چې له هر ځایه ستاسو پر لور پړکیږي، یوازې هغه پکې واخلئ، چې رڼا ځلوي (منعکسوي). پر خپلو وزرونه الوتل وکړئ. د نورو مه منئ، خپله ومنئ.

کتاب: The Wolf in Wolf’s clothing

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب