جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونههلمندیان د کوکنارو ښه بدیل پلي بولي

هلمندیان د کوکنارو ښه بدیل پلي بولي

تاند (سه شنبه، د سرطان ۱۷) هلمند کې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د پلیو یا مملیو ښه حاصلات ورکړي

د هلمند د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسؤولین په دغه ولایت کې د ممپلیو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، ښايي کروندګر نږدې ۲۳ زره مټریک ټنه د پلیو حاصل تر لاسه کړي.

د مسؤولینو په خبره کروندګرو په دغه ولایت کې په شاوخوا ۵ زره هکتاره ځمکه، چې ډېره برخه یې په نادعلي ولسوالۍ کې ده ممپلي کرلي دي.

د بزګرانو په خبره د ممپلیو کرونده په ۳ میاشتو کې حاصل ورکوي او د نورو کښتونو په پرتله ترې ښه عواید تر لاسه کوي.

دوی زیاتوي چې کلونه، کلونه یې په خپلو ځمکو کې کوکنار کرلي، خو د ممپلیو په اندازه حاصل یې ترې ندی تر لاسه کړی.

د سیمې دهقانان په حکومت نیوکه کوي چې دوی په ډېره ارزانه بیه دغه محصول پلوري او له حکومته د ځانګړي بازار غوښتنه کوي.

دوی دغه راز له حکومت غواړي چې د یاد ولایت په نورو ولسوالیو کې دې ددغه محصول لپاره د کښت زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې د هلمند ممپلي په هیواد کې د ننه نورو ولایتونو ته استول کیږي، خو بزګران یې د نړیوال مارکیټ غوښتنه کوي.

بلخوا د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤولین وايي، هڅه کوي څو په راتلونکي کې ددغه تولید د پروسس لپاره زمینه برابره کړي چې له دې لارې به هلمندي ممپلي ښه بازار پیداکړي، او دهقانان به ښه ګټه تر لاسه کړي.

که څه هم په هلمند کې په زیاته پیمانه کوکنار کرل کیږي، خو د بزګرانو په وینا چې ممپلي یې ښه بدیل دی او په کم وخت کې ډېر حاصلات ورکوي.

ممپلي د اعصابو او حافظې د پیاوړتیا او د هډوکو د ځواکمنولو لپاره غوره مېوه ده، او داسې طبیعي منرالونه پکې شتون لري چې د سږو لپاره ډېر ګټور تمامیږي او قوت ورکوي.

2 COMMENTS

  1. دا ځمکني بادام بیا څه دي؟ پله + یي = پلۍ یې سم پښتو نوم دی اوس د ځانه دا ژبه مه خرابوئ.

  2. سکندر وروره!
    ستاسی خبره هم سمه ده
    خو
    ځینی وختونه د مخورو او منلو اشخاصو یا څیزونو سره د تنګ تړاؤ له مخی د کوم بل شخص یا څیز بیټرۍ هم چارجیږی ( البته دا کړنه به اخلاقی توجیه ولری خو قانونی بڼه شاید ونلری) .
    ( پَلۍ ) یا پُلۍ به ئې خپل د پلار او نیکه نوم وی خو د ( بادام) د منل سوی شخصیت! او لوړ ښه خصلت له مخی هڅه کیږی چی ( پلی) هم د بادام د منل سوی مقام سره شریک سی البته د پلی ناز او نزاکت هم تر بادام په کمه نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب