سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمشرانو جرګه: خوشې شوي بندیان د جګړې ډګرونو ته ستنیږي

مشرانو جرګه: خوشې شوي بندیان د جګړې ډګرونو ته ستنیږي

خبریاله: عاقله اسد (سه شنبه، د سرطان ۱۷) سناتوران وايي سره له دې چې د طالبانو د ډلې ډېر  بندیان د حکومت له خوا خوشې شوي، خو د دې ډلې په چلند کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.

د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار په وینا، هغه طالب بندیان چې د دوحې د سولې له تړون سره سم د افغان حکومت لخوا خوشې شوي باید عادي ژوند وکړي او د سولې په هڅو کې برخه واخلي.

د ښاغلي مسلمیار په وینا، د جګړې ډګرونو ته د دې خلکو بیرته ستنیدا د افغانستان له خلکو سره یو لوی ظلم دی.

له بلې خوا سناتور محمد انور بشلیق وايي، حکومت په هیواد کې د سولې د راوستو لپاره خپل ټول مسؤلیتونه پوره کړې. مګر د طالبانو په کړنو کې هیڅ نرمښت نه دی راغلی.

د هغه په ​​وینا، جګړه د هیواد په ټولو برخو کې دوام لري او د افغانستان بې ګناه خلک قرباني کیږي.

د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري وویل چې حکومت باید لږ تر لږه د دې ډلې د پاتې بندیانو د خوشې کیدو په صورت کې اساسي قانون او د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.

د میرمن اکبري په وینا، حکومت باید بندیان په لیکلي ضمانت خوشې کړي ترڅو دا ډاډ ترلاسه شي چې دوی د جنګ مرکزونو ته بیرته نه راګرځي.

په ورته وخت کې، د افغانستان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د دې ډلې یو له مخکینيو شرطونو څخه بللی دی.

لوېدیځوال هم د خطرناکو طالب بندیانو د خلاصون مخالف دي

افغان حکومت تر دې دمه تر ۴۰۰۰ ډیر طالب زندانیان خوشې کړي دي خو ویلي یې دي چې شاوخوا ۶۰۰ خطرناک طالبان به خوشي نه کړي او د هغوی پر ځای به نور طالبان خوشي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب