جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلوېدیځوال هم د خطرناکو طالب بندیانو د خلاصون مخالف دي

لوېدیځوال هم د خطرناکو طالب بندیانو د خلاصون مخالف دي

تاند(جمعه، د جوزا ۲۹) رویټرز خبري اژانس د ۵ سرچینو په قول وايي چې د خطرناکو طالب بندیانو د نه خلاصون په اړه د افغانستان د حکومت له دریځه اوس لوېدیځوال هم ملاتړ کوي.

طالبان د خپلو ۵ زره بندیانو په منځ کې د یو شمېر خطرناکو بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي حال دا چې دې ډلې له امریکا سره د قطر په موافقه کې د خپلو ۵ زره بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې وه چې اوس د ولسمشر غني حکومت هم د دغه شمېر بندیانو له خلاصون سره موافق دی.

دا مسله د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره وروستی خنډ ګڼل کېږي او که حل شوه نو ګومان کېږي چې ژر به په قطر کې د سولې خبرې پیل شي.

که څه هم دا لا بېله خبره ده چې د سولې خبرې به څومره دوام کوي او ښکېلې خواوې به کومې موافقې ته پکې ورسېږي او که نه.

رویټرز خبري اژانس ته یوې جګپوړې دولتي سرچینې ویلي «اوس اصلي ستونزه د بندیانو د خلاصون مسله ده.»

رویټرز وايي، دوو لوېدیځو دیپلوماتانو، یوه اسیايي دیپلومات او دغه راز یوه افغان چارواکي هم دا موضوع تایید کړه.

یوه جګپوړي لوېدیځ دیپلومات وویل «په لیست کې (د طالبانو په لیست کې) ځینې خطرناک نومونه هم شته، د هغوی خلاصون عملاً له سرو کرښو تېرېدا ده. د ناټو ځینې غړي د هغو طالب بندیانو د خوشي کېدا مخالف دي چې په لویو بریدونو او پر اقلیتونو او بهرنیو متخصصانو په حملو کې لاس لري.»

د تاند د معلوماتو پر اساس، طالبان خپل یو شمېر بندیان، چې د افغانستان حکومت خوشي کړي دي، خپل نه ګڼي او وايي چې د افغانستان حکومت دې هغه طالبان خوشي کړي چې دوی یې د خلاصون غوښتونکي دي.

طالبانو د فبرورۍ په ۲۹ نېټه له امریکا سره په موافقه کې د خپلو ۵ زره بندیانو د خلاصون شرط ایښی و. د افغانستان حکومت د طالب بندیانو د خلاصون په وړاندې د دې ډلې له لوري د اوربند او بالاخره اورکم غوښتنه وکړه خو د امریکا تر فشار لاندې یې شاوخوا ۳ زره طالب بندیان خوشي کړل.

حکومت حاضر نه دی چې په انتحاري او نورو خطرناکو بریدونو تورن طالب بندیان خوشي کړي او اوس داسې ښکاري چې لوېدیځوال هم د افغانستان د حکومت د دې دریځ ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی لا هم د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د خپلو ۵ زره بندیانو پر خلاصون ټینګار کوي.

تر ده مخکې د دې ډلې د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین ویلي و چې د دوی د ۵ زره بندیانو له خلاصېدو یوه اوونۍ وروسته به د سولې خبرې پیل شي.

1 COMMENT

  1. همدی امریکا او خلیلزاد بی لدی چی افغان دولت سره مشوره وکړی لکه یو افغانی چارواکی له طالبانو سره د سولی توافق نامی لاسلیک کړه نو لویدیځوالی باید له خلیلزاده پوښتنه وکړی چی پدی سیمه د افغانستان په نوم نظام او ځواک شته کچیری وی نو خلیلزاد بیا د کوم باغ مولی ده چی پخپل سر د سولی توافق نامه لاسلیک کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب