جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالب د خلاصون په خوشالۍ کې یو تن وژل شوی او...

د طالب د خلاصون په خوشالۍ کې یو تن وژل شوی او ۲ ژوبل دي

تاند (پنجشنبه، د جوزا۲۸) له بګران محبسه د یوه راخوشي شوي طالب بندي د خلاصون لپاره په خوست ولایت کې د خوشالۍ په ډزو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویندوی عادل حیدر رسنیو ته وویل، دا پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ نیمې بجې د‌  اسماعیل خېلو- مندوزيو ولسوالۍ په برخنخېلو کلي کې شوې ده.

دا هغه ولسوالي ده چې روانه اوونۍ قومي مشرانو د یوې کورنۍ د ۷ غړیو د وژلو عاملانو ته د سزا په توګه د هغوی کورونه وسوځول.

د خوست د والي ویندوی وایي، د هوایي ډزو پر مهال له یوه تن څخه ټوپک له کنترول ووت چې له امله یې یو ماشوم او دوه نور په مرمیو ولګېدل، ماشوم ځای پر ځای ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.

د‌ حيدر په وينا، ټوپکي له‌ سیمې تښتيدلی خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.

په افغانستان کې په ځلونو په هوايي ډزو کې، چې ځینې خلک یې د خوشالۍ لپاره کوي، خلک وژل کېږي یا ټپیان کېږي خو بیا هم ډېر کسان عبرت نه اخلي.

2 COMMENTS

  1. دولت به هڅې کوي، خو طالبان به یې ونیسي.
    دومره خو اوس هم د دولت او د طالب د عملي کار تر منځ توپیر شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب