کله چې له یو چا څخه پوښتنه وشي چې ستونزه یې څه ده؟
بې له ځنډه ځواب ورکوي:
وجود مې سم کار نه کوي، ټول ځان مې درد کوي، څړیکې وهي او ډېر/ډېره ځوږېږم.
ارتباطات مې سم کار نه ورکوي، دوی رانه غوښتنې لري، خوابدي دي او لادرکه دي.
یوه مې نه دوه کېږي، پیسې مې له لاسه وځي، چې لاس ته راغلې نه وي بیا مصرف وي.
ژوند زما په خوښه نه تیریږي، هیڅوک نه شم راضي کولای، وخت را سره یاري نه کوي.
او په دې ډول نورې ستونزې به هم در ته کتار کړي.
دوی فکر کوي چې په رښتیا په خپلو ستونزو خبر دي.
خو داسې نه ده، دغه شکایتونه د دوی د داخلي سوچ انعکاس دی.
د داخلي سوچ د چوکاټ شاته یو بل ژور او اساسي چوکاټ وجود لړي، چې د ټولو بهرنیو اثراتو اساس جوړوي.
که له داسې کسانو پوښتنه وکړئ چې:
په ژوند کې دې څه روان دي؟
روغتیا مو څنګه ده؟
په څه کار او بار بوخت يې؟
خپل کار دې خوښ دی؟
مالي وضعیت مو څنګه دی؟
د مینې ژوند سره څنګه یاست؟
وروستۍ اړیکه مو څنګه پای ته ورسېده؟
تر دې مخکې مو اړیکه څنګه پای ته رسېدلې وه؟
د خپل ماشومتوب په هکله مو څه په یاد دي؟
څرنګه چې سوچونه او الفاظ زموږ راتلونکي تجربې جوړوي. نو دوی به د ځوابونو پر مهال داسې کلمات استعمال کړي، چې د دوی له هغې تجربې سره چې دوی بیانوي هيڅ اړخ نه لګوي او له هغو واقعاتو سره چې د دوی په ژوند کې روان وي هیڅ مستقیمه اړیکه به نه لري.
ډیرې وخت د دوی ځوابونه دې ته ورته وي:
مور مې را څخه وغوښتل چې زه باید ……..
ځکه زه د دې کار له کولو بېرېږم……….
ځکه زه باید مناسب شخص وم………….
ښه، هر څوک باید داسې وکړي………
ځکه زه ډیر ټنبل یم، ټیټ قد لرم، ډېر چاغ یم، ډیر ډنګر یم، ډېر ناپوه یم، ډیر بدرنګه او ډیر بې اهمیته یم.
د دوی له ځوابونو معلومیږي چې دوی پر خپلو وړتياو باور نه لري.
اصلي خبره دلته ده چې ((باید)) زموږ په دود دستور کې ډیره زیان رسوونکي کلمه ده.
موږ د دې له پاره((باید )) کاروو چې یو چا ته ووایو غلط کار دې کړی دی او له دې سره موږ له هغه ازادي اخلو.
په کار خو دا ده چې موږ له خپل قاموس څخه د (( باید او په کار ده )) کلمې وباسو. ښه به دا وي چې د دې کلمو پر ځای د(( کېدای شوای )) کلمې وکاروو، ځکه د کیدای شوای کلمې دوی ته د انتخاب توان ورکوي.
ډیری وخت یو چا د ((باید)) په خاطر کلونه کلونه هغه دنده تر سره کړې ده چې د ده به نه خوښیده. خو د مور، پلار ، ورور او یا په یوه بل علت د(( باید )) له مخې دا دنده تر سره کړې ده.
داسې څه هم وي چې هیڅ وخت یو څوک نه غواړي چې تر سره يې کړي، که چیرې(( باید )) نه وي.
که چیرې موږ هر سوچ د فکر او باور له مخې وټاکو، په دې اړه خدای (ج) هم زموږ سره مرسته کوي.
نور بیا
(( د ښاغلي صالح محمد صالح ژباړه ))