شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهافغان ـ جاپان روغتون کې لسګونه قلمه توکي غلا شوي

افغان ـ جاپان روغتون کې لسګونه قلمه توکي غلا شوي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۶) د افغان جاپان روغتون یو شمیر مسولان وایي د دې روغتون لسګونه قلمه توکي غلا شوي دي.

دوی وایي، دا توکي په تدریجي دول له روغتون نه ویستل شوي دي.

د یاد روغتون اوسنی رئیس احمد ظاهر سلطاني وایي، چې دغه توکي د پخوانیو مدیرانو د کمزوري مدیریت او له واک د ناوړه ګټه اخیستنې پر مهال پټ شوي دي.

نوموړی وایي که د یاد روغتون له دغه تجهیزاتو او درملو په سمه توګه ګټه اخیستل شوې وای نو په وینا یې دا روغتون به هیڅکله هم د توکو له کمښت سره نه وای مخ.

اوسمهال ډیری عام افغانان له افغان جاپان روغتون نه شکایتونه لري او وایي ، چې هلته درملنه سمه نه کیږي.

د افغان جاپان روغتون مشر هم مني، چې که وسایل په سمه کارېدلي وایي ښايي هیچا شکایت نه وای کړای.

د سلطاني په خبره په دې توکو کې درمل، د اغوستلو توکي، ویټلانټورونه او نور تجهیزات شامل دي. هغه زیاتوي، چې ځینو کارکوونکو د دغه فساد د موجودیت له امله د استعفا غوښتنه کړې ده خو د سلطاني په خبره استعفا یې نه ده منل شوې.

نوموړی وایي، په دې تړاو یې ټول جزیات له عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي او د اقدماتو په تمه دی.

په افغان جاپان روغتون کې تازه د فساد خبره داسې مهال راپورته کیږي، چې څه موده وړاندې پاکستان ته له افغانستان نه د تنفسي آلو د قاچاق لانجمنه مسله لا نه ده سپينه شوې.

په دې وروستیو کې په روغتیايي ادارو کې د فساد په اړه راپورونه زیات شوي  او خلک هم په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت ملامته بولي.

1 COMMENT

  1. چې وزارتونه د تنظیم او ټلوالو په اساس تقسیم شي او خصوصا په هغو کې د جمعیت برخه ډېره غوښنه او له فساده ډکه وي ، ګیله به څوک نه کوي . ایکاش زمونږ دولت د مسلک ، لیاقت او وطن ته د صداقت په اساس جوړشوی وای . اوس چې یو ځل بیا جنګسالاران او شمالي ټلواله د ولس په اوږو سپره شوه ، دا به مو حال وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب