جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان پاسپورت بیا هم تر ټولو وروستی شو

د افغانستان پاسپورت بیا هم تر ټولو وروستی شو

تاند – د افغانستان او ایران پاسپورټونه د نړۍ د ۱۹۹ هیوادونو په پاسپورتونو کې تر ټولو لږ اعتبار لري.

د افغانستان په پاسپورت یوازې ۴ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي. او ۲۴ نور هیوادونه د افغان پاسپورت درلودونکي ته په هوايي ډګرونو کې وېزه ورکوي.

خو ۱۷۰ هیوادونو ته د سفر لپاره پکار ده چې د افغان پاسپورت لرونکی مخکې تر مخکې وېزه واخلي.

د وروستۍ درجه بندۍ پر اساس د جاپان پاسپورت په نړۍ کې تر ټولو معتبر دی ځکه چې په دغه پاسپورت ۸۲ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.

همداراز د نړۍ ۳۶ هیوادونه په هوايي ډګرونو کې پر جاپاڼي پاسپورټ وېزه ټاپه کوي.

د ایران پاسپورت بیا د نړۍ د ۱۹۹ پاسپورټونو په منځ کې ۱۹۴ مقام لري چې له افغانستان سره یې چندان توپیر نشته.

2 COMMENTS

  1. له ایران سره نه باید د افغانستان پرتلنه وسي، ځکه ایران له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، لیکن افغانستان خو ټوله نړۍ يې تر شا ولاړه ده، ولي داسي وروسته پاته دی؟

    تر هغو چي سم نظام رانه سي، او فرد فرد يې خپل مسؤلیت ونه مني، چي ګاونډي مکاره ګاونډيان هم ترشاه ودریږي، منېکه يې له دې درجې څخه را پورته کړو…. هر وخت له لومړی له اخیري خوا څخه يو..

    کله چي مو مسؤلیت ومانه، په یوه کال کي يې د لسټ منځ ته ځان رسولی سو…. خو افسوس ..

  2. د یوه هېواد نړيوال پرستیژ او د پاسپورت اعتبار دهغو د اتباعو د سوکالۍ ، اقتصادی ځواک ، امنیت ، دفاعي ځواک او داخلي ثبات پورې ارتباط لري .
    زمونږ د افغان پاسپورت د بې اعتباره کولو اصلي عاملین پاکستان ، ایران او یو شمېر نور هېوادونه دي . دوی په افغانستان کې کورنیو جګړو ته لمن وي ، افغانان د طالب ، داعش ، جمعیت ، حزب اسلامي اونورو متضادو ډلو سره وېشلي او د افغانستان د قانوني اسلامي جمهوریت په مقابل کې جنګ ، ورور وژلو ، سوځولو او ورانولو ته هڅوي . کله چې په یوه هېواد کې ثبات او امنیت نه وي ، د هغه هېواد خلک له جنګ نه د ځان ساتلو لپاره نورو هېوادونو ته پناه وړي . نور هېوادونه نه غواړي چې په ویزه ورغلي کسان په خپل هېواد کې د پناه غوښتونکو په حیث ومني . د مهاجرت د مخنیوي لپاره پر مونږ افغانانو د ویزې آسانتیاوې بندې شویدي. له همدې امله زمونږ پاسپورت بې اعتباره شویدي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب