یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېچاپیریالاوبه | ضیاالرحمن

اوبه | ضیاالرحمن

 

اوبه یوه بې خونده، بې بویه او بې شکله ماده ده چې یو خاص معیاري درجه حرارت او فشار لري.

اوبه H2O یوه عامه کلمه ده چې د اکسیجن او هایډروجن دوه مرکبه مایع شکل لپاره استعمالیږې.

اوبه د چاپیریال یو اړين عنصر دی چې د ژوندیو موجوداتو د ژوند لپاره ډیر اهمیت لري یعنې دا چې د ټولو ژوندیو موجوداتو ژوند اوبو پورې تړلى دی.

نو ویلې شو چې اوبه د چاپیریال یو اساسې عنصر دی او په طبیعت کې يې په دریوو شکلونو کې لیدلو شو، چې عبارت دي له جامد، غاز، مایع.

د ځمکې کره ٪۷۰ اوبو نیولې چې له دې څخه ٪۹۷ اوبه یې مالګینې یا تروشې دي چې موږ ترې په مستقیمه توګه ګټه نه شو اخيستلى او يوازې ٪۳ اوبه یې خوږې دي چې د ځمکې لاندینۍ برخه او د ځمکې په سطحه کې موجودې دي چې موږ ترېنه په مستقیمه توګه د ډول ډول مقاصدو لپاره ګټه اخلو.

اوبه یوه حیاتي ماده ده چې ټول ژوندې موجودات ورته اړتیا لري او د چاپیریال په پاک ساتلو کې ډیر مهم رول لري، یعنې چیرته چې اوبه وي هلته شنې ساحې، ونې او پاکه فضا جوړه وي او چاپیریالي ستونزې کمې او انساني او حیواني ناروغي په هیڅ حساب وي.

د اوبو ککرټیا:

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO د اوبو ککرټیا داسې تعریفوي: د هر ډول مادې شتوالې لکه غازونه، مغلق ذرات، کیمیاوي او بیالوژیکې مواد په اوبو کې چې د ټولو ژوندیو موجوداتو سلامتیا ته مضر او یا خطرناک وي د اوبو ککرټیا بلل کیږې.

اوبه یوه خالصه، بې رنګه، بې بویه، او بې خونده ماده ده چې د دغو پارامټرونو په تغیر کې د اوبو ککرټیا رامنځته کیږې.

د ککړو اوبو له امله په غريبو هيوادونو کې هر کال ۲۵ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ور کوي چې ۳/۵ یې ماشومان دي.

د نړۍ د ماشومانو ٪۵۰ ناروغۍ له ککړو اوبو څخه سرچينه اخلي او د نړۍ ډیر فقیر یا وروسته پاتې هیوادونه له دغې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

د اوبو د ککرټیا منابع:

۱: د یوې معلومې منبع پواسطه د اوبو ککرټیا.

۲: د یوې نا معلومې منبع پواسطه د اوبو ککرټیا.

د یوې معلومې منبع پواسطه د اوبو ککرټیا:

په دې حالت کې ککړوونکې په مستقیم ډول اوبو ته داخلیږي او د دغې منبع تشخیص او کنټرول په آسانې سره تر سره کیداى شي.

د یوې نا معلومې منبع پواسطه د اوبو ککرټیا:

په دې حالت کې ککړوونکې په غیر منظم شکل سره په یوه ازاد او پراخ چاپیریال کې خپریږي.

دغه ککرټیا د ژوند د چاپیریال لپاره ډیره مضره ده او د دغې ککرټیا مخنیوى او تشخیص ستونزمن دی نسبت هغې ککرټیا ته چې له یوې مشخصې منبع نه خپریږې.

د افغانستان د اوبو حالت:

افغانستان یو غرنى هیواد دی چې په وچه کې راګیر او د وچ او کم اورښت اقلیم درلودونکى دی. د هیواد د اوبو شتون د ژمي په واورو او اورښتونو پورې تړلى دي.

د هیواد اکثره اوبه خوږې او ډیره کمه اندازه اوبه یې تروشې یا تروې دي. افغانستان د سیندونو پریمانه سرچینې لري خو بد بختانه تر دې وخته پورې موږ ورنه په فني توګه استفاده نه ده کړې او ډیره اندازه اوبه ګاونډیو هیوادونو ته بهیږي.

د ککړو اوبو ستونزه هم ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او ډیر شمیر هیوادوال مو چې په ښارونو کې هستوګن دي د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی نه لري، له همدې امله زموږ ډیر شمیر هیوادوال له ګڼو ناروغیو څخه کړیږي.

په تاسف سره باید ووایم چې زموږ هیواد یو له هغو هیوادونو څخه دى چې په نږدې راتلونکي کې به سخت د اوبو له کمښت سره مخ شي.

زموږ د هیواد د اوبو د کمښت او ککړتیا ستونزه په لویو ښارونو کې ورځ تر بلې په ډېرېدو ده چې اساسي علت يې د کانالیزیسيون نشتون دى چې په ډیره زیاته اندازه زموږ طبیعي سرچینې له ډول ډول ککرټیاوو سره مخ کېږي.

د افغانستان د اوبو د ککرټیا لاملونه:

اوبه چې څومره زموږ په ژوند کې ارزښت لري، په همدې اندازه د اوبو ککرټیا د لاملونو پیژندل هم ډیر اړين دي ترڅو موږ اوبه له ککړېدو څخه وساتو.

همدا اوس زموږ د هیواد د سطحې او د ځمکې د لاندې برخې اوبه له ککړټیا سره مخ دي او زموږ هیوادوال ورنه په پریمانه توګه له همدې نا پاکه اوبو نه ګټه اخلي.

د دغو ناپاکو اوبو اساسي لاملونه دا دي:

۱: د صنعتې فابریکو لخوا په ازاد چاپیریال او د اوبو طبیعي سرچینو ته خپلې مصرف شوې اوبه په مستقیمه توګه پریږدې.

۲: کورونه، حمامونه، او نورې تجارتي ودانۍ خپل مصرف شوي مواد د طبیعې اوبو ویالو ته پریږدې.

۳: په کابل او نورو لویو ښارونو کې د فاضلاتو کانالیزسیون نشتون.

۴: د باراني اوسیلابي اوبو له امله.

۵: د دولتي چارواکو د بې توجوهۍ له امله.

۶: د طبیعي او ناپاکو اوبو د منظمو ویالو نشتون.

حل لارې:

۱: صنعتې فابریکې باید د ښار په نږدو کې پرې نښودل شي.

۲: د فابریکو مصرف شوې او چټلې اوبه باید د نورو پاکو اوبو لکه نهرونو، سیندونو، او نورو طبیعي سرچینو سره مستقیمه اړیکه ونه لري.

۳: د فابریکو په داخل کې د ناپاکه اوبو لپاره باید منظم سيسټم جوړ شي.

۴: د فابریکو خاوندان په دې مکلف دي چې د فابریکو د چټلو اوبو څخه د طبیعت نورې اوبه پاکې وساتي.

۵: هغه کورونه، هټۍ، هوټلونه، حمامونه چې د طبیعې اوبو د سرچینو او سیندونو غاړو ته نږدې پرتې دي باید خپل کثافات او چټلې اوبه د طبیعي اوبو سرچینو او یا سیندونو ته ونه غورځوي.

۶: دولتي ادراې خصوصاً د چاپیریال ساتنې ملي اداره او د اوبو د چارو د تنظیم اداره بايد د طبیعې اوبو سرچینو ته جدي پاملرنه وکړي او د کورونواو هوټلونو فاضله مواد باید زراعتي سکتور ته انتقال کړي او د نباتاتو د ودې او تقويې لپاره ورنه کټه واخلي ترڅو د هیواد زراعتي سکتور مو هم پیاوړى شي.

۷: دیني عالمان دې د جمعې په ورځو کې په خپلو خطبو او بیانونو کې د چاپیریال ساتنې او د طبیعي سرچینو د ارزښت او اهمیت په هکله خپلو مقتدیانو ته د مقدس دین له لحاظه پوره وضاحت او تشریح ورکړي تر څو په ټولنه کې عامه پوهاوي ډېر شي ترڅو په راتلونکې وخت کې ښه او پاک چاپیریال ولرو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب