تاند (پنج شنبه، د سرطان ۱۲) ملګري ملتونه: د جګړې ښکیلې خواوې دې د ملکیانو د خوندیتوب لپاره هڅې ګړندۍ کړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) وايي، روان وضعیت د جدي اندیښنې وړ دی، دوی د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي چې تاوتریخوالی راکم کړي، څو په دوحه کې د خبرو لپاره مناسب چاپيریال رامنځته شي.
ددغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په قصدي ډول د دیني علماوو، عامو وګړو، مدني فعالانو، قضايي او روغتیایي کارکوونکو او خبریالانو په نښه کول د اندېښنې وړ مسئله ده.
دوی له افغان حکومته غواړي چې داسې قضیې دې وڅیړي او عاملین دې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژني.
یوناما د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۸۰۰ ملکي وګړو ته د مرګژوبلي اصلي مسؤولین طالبان یاد کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
کچیری ددی جګړی او ناخوالو اصلی عاملین طالبان دی او پدی باندی ټول نړیوال خبر وی چی طالبانو اصلی بنسټ ایښودونکی دولت پاکستان له طالبانو سره نظامی او مالی مرسته کوی او پاکستان ددی پخاطر چی نړیوال ورباندی فشار را نه وړی له برتانیی او په پخپله د امریکا له لوری پدی ۱۹ کلنه او ۴۰ کلنه افغانی جګړه کی مالی او سیاسی ملاتړ برخمن دی او ورسره ورسره د چین او روسیی نظامی همکاری هم روانه دی
تنها هند او افغانستان نشی کولی چی نړی پدی پوه کړی پاکستان د جنګی ډلو ټپلو د پټنځای او تربیه ورکوونکی هیواد دی
عمران خان چی د پاکستان د پوځ او استخباراتو په ویاند مشهور دی څه موده مخکی اسامه بن لادن ته د شهید خطاب وکړ مګر د ملاعمر، د حقانی شبکی مشر او ملامنصور په اړه تر اوسه څه ندی ویلی چی یاد کسان شهیدان دی یا نخیر
کچیری نړیواله ټولنی امنیت شورا د هند او افغانستان شکایتونه پدی ۱۹ کلنه او ۴۰ کلنه دوران لیږل شوی وڅیړی دی نتیجی ته به ورسیږی چی پاکستان د پدی ۴۰ او ۱۹ جګړه ښکیل هیواد دی او امریکا او برتانیه هر څه رڼو سترګو وینی مګر شعار په بڼه راپور خپروی مګر په عمل کی د پاکستان په وړاندی هیڅ هم نه کوی چی دا پدی باندی دلالت کوی چی پدی جنګی جنایت کی له پاکستان سره امریکا هم شریک ده