شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهنړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر په لوړېدو دی

نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر په لوړېدو دی

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۲) په نړۍ کې د کورونا ویروس لاهم په چټکۍ د خپریدو په حال کې دی.

تازه شمیرې ښیي، چې په دې ویروس د اخته کسانو شمیر مخ په لوړیدو دی.

اوسمهال په کویډـ۱۹ ناروغۍ  کورونا (۱۰۶۶۸۴۱۰) تنه په ټوله نړۍ کې اخته دي.

کورونا ویروس به ټوله نړۍ کې تر دې دمه شاوخوا ( ۵۱۵۶۹۴) کسان مړه کړي او (۵۴۶۴۴۳۰) تنه بیا له دې ناروغۍ بیرته روغ شوي دي.

کورونا ویروس لومړی د چین په ووهان ښار کې راڅرګند شو خو په ټوله نړۍ کې بیا امریکا یو له هغو هیوادونو دی چې دې ویروس ډير زیان ور اړولی دی.

تازه په افغانستان کې هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۳۴ یې په هرات ولایت کې دي.

روغتیاپالان یوځل بیا له عامو خلکو غواړي چې د دوی شوې لارښوونې عملي کړي څو د دې ویروس د خپریدو مخه ونیوله شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب