پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهد مزاري د مقبرې جوړېدل او د خواله رسنیو د کاروونکو غبرګونونه

د مزاري د مقبرې جوړېدل او د خواله رسنیو د کاروونکو غبرګونونه

تاند( پنج شنبه، د سرطان ۱۲) د مزاري د قبر په جوړېدا په میلیونونو ډالر مصرفیږي

په کابل کې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د مقبرې په پروژه شاوخوا پینځه دېرش لکه امریکایي ډالر لګښت راځي.

ددې پروژې ټول لګښت افغان دولت ورکوي.

د مزاري د قبر د دویمې برخې د جوړېدا چارې تېره ورځ د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش لخوا پرانیستل شوې.

دانش ددې ودانۍ په پرانیست غونډه کې ددې سیمې له خلکو مننه وکړه چې د مزاري د مقبرې په ساتنه او حفاظت کې یې ونډه اخیستې او ویې وویل: ” شهید مزاري د وحدت او اتفاق یوه بېلګه وه او د هېواد د خلکو د یو ځای والي او ورورګلوۍ لپاره یې کار کاوه.”

دانش هيله څرګنده کړه چې ددې پروژې کار به په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي.

خو د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکي په حکومت نیوکه کوي چې لومړیتوبونه دې وپېژندل شي او خلکو ته دې د کار زمینه برابره شي.

4 COMMENTS

  1. دا دولت به یوه ورځ دداسی بی ځایه مصرف ځواب وایی. مونږه به ویل د کرزی مور له هزاره ټبر څخه ده ځکه هزاره ګان یی واخیستل پر ټول ملت او هیواد یی سپاره کړل. خو دغه بد مرغه له زیات خیانت ته بډی وهلی. الله پاک ژر ترژره صلح وکړی. زه ویره لرم تر څو چی د صلح خبری پایلی رسیږی هیواد به وخت خر څ کړی وی. تاسی او خدای پښتانه ملامت بولی چی له حکومت څخه فاصله نیسی. زه یو وخت د دغه خدای وهلی غنی سخت پلوی وم خو اوس چی دده کارونو ته ګورم دومره نفرت ورنه شوی چی اندازه نه لری. په خدای قسم خورم چی په دفتر کی به دده پر سر جګړه کوله.

  2. نور څه ووایم، بر پدر دې د دغه مردار بې همته او بې غیرته اشرف غني لعنت شي. دا څنګه مزاري وو، چې د وحدت او یووالي بېلګه وو؟

  3. والله چی له دی بدتره به وگورو. دا ټول د دلال بی ناموسه طالب له لاسه داسی ده. هر څه چې په افغانستان راځی مسؤل یې همدا طالب دوس دی. زه اشرف غنی نه ملامتوم قسم دی چې شرايط ډیر سخت او حساس دي. او ټول د خرابۍ انتظار کوي
    په درنښت

  4. زه له پختو او پښتو څخه نفرت لرم ټول ئی پښتانه او دهغوی اقتصادي او کلتوري ونډ ې خرڅې کړلې ! د یوو نوي پښتني حرکت او پاڅون په هیله !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب