شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپمپیو: ایران اوس هم د وسله والو طالبانو کلک ملاتړی دی

پمپیو: ایران اوس هم د وسله والو طالبانو کلک ملاتړی دی

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۲) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو وایي، چې د روسیې او وسله والو طالبانو ترمنځ د اړیکو خبره نوې نه ده.

پمپيو وایي، دوی له کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسیږي او دا هم ورته ښکاره ده، د وسله والو طالبانو له کومه ځایه مالي ملاتړ کیږي.

د پمپيو په وینا له روسیې سره یې هم د سپکو وسلو د پلور د درولو په اړه څو ځو ځلې خبرې کړي ځکه د پمپیو په وینا دا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر وړاندې کارول کیږي.

هغه زیاته کړه، چې ګڼ داسې ځایونه شته چې طالبانو ته ترې پيسې راځي.

پمپيو زیاته کړه: « ایران لا هم له طالب وسله والو کلک ملاتړ کوي، د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې یې د جګړې ډګر ته هڅوي او هڅه کوي د سولې روانه پروسه تخریب کړي.»

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې امریکا ته دا ګواښونه نوې خبره نه ده او دوی یې پر وړاندې پوره چمتووالی لري.

1 COMMENT

  1. قریشي امریکا ته؛ موږ ترهګر ځپو، تاسې مو نه ستایئ
    https://khabarial.com/archives/5495
    د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په خبرو کې ویلي چې دوی په ترهګر ځپلو کې تل مرسته کړې خو امریکا یې نه ستایي.

    د مکارۍ بله څپه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په خبرو کې ویلي چې دوی په ترهګر ځپلو کې تل مرسته کړې خو امریکا یې نه ستایي.

    دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې وړمه ورځ ډاکتر زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی دی او د دغه هېواد له چارواکو سره په افغان سوله او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو لپاره د پوځ او نورو چارواکو سره وویني تر څو طالبانو باندې فشار راوړي.

    پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ روزنې او ساتنې اصلي لوبغاړی بلل کېږي چې ټوله منځنۍ او جنوبي اسیا یې په ترهګرو ډلو باندې نا آرامه کړې ده.

    دوې ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي سیمې ته یو ځل بیا سفرونه پیل کړل. نوموړی به له پاکستان سربېره ازبکستان او قطر ته هم سفرونه ولري.

    شنونکي وایي چې پاکستان اوس په دې هڅه کې دی چې د سولې په نوم د افغان وژنې رواه لړۍ په خپله ګټه را وڅرخوي او نړۍ ته وښیي چې دوی خو یوازې د سولې غوتونکي دي. په داسې حال کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې اوس هم د ترهګرو ډلو په انسجام او همغږۍ لګیا دی تر څو په افغانستان کې اړې دوړې جاري وساتي.

    په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو تر بل هر وخت تاوتریخوالی زیات کړی دی او هره ورځ لسګونه افغانان په شهادت رسوي. په داسې حال کې چې اوس د روانې جګړې لپاره هېح دیني او شرعي توجیه نشته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب