پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې په اړه د سیمې له ۱۸ هېوادونو سره خبرې...

د افغان سولې په اړه د سیمې له ۱۸ هېوادونو سره خبرې کیږي

تاند( پنج شنبه، سرطان ۱۲) غني: افغان حکومت به راتلونکې اونۍ د سولې په اړه دوه مهم ګامونه واخلي

ټاکل شوې د افغانستان حکومت راتلونکې اونۍ د سیمې له هیوادونو سره د سولې په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه ملي تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، راتلونکې اونۍ به په دې اړه له ۱۸ ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو سره خبرې وشي.

تمه کیږي چې راتلونکې اونۍ به پر دې خبرو سربیره د حکومت او طالبانو د بندیانو تبادله ګړندۍ شي.

افغان حکومت تر اوسه شاوخوا ۴۰۰۰ طالب زندانیان له خپلو بندخونو ازاد کړي او طالبانو بیا په سلګونه دولتي کسان خوشې کړي دي.

د متحده ایالاتو او وسله والو طالبانو تر مینځ د فبرورۍ په ۲۹ یو پریکړه لیک لاسلیک شو، چې افغان حکومت باید د خبرو تر پیل د مخه ۵۰۰۰ طالب بندیان ازاد کړي. او هغوی باید ۱۰۰۰ تنه دولتي کسان خوشې کړي.

وروستي راپورونه ښيي چې افغان حکومت نه غواړي هغه طالبان خوشې کړي چې په وروستیو مرګونو بریدونو کې یې لاس درلود.

ولسمشر غني د چهار شنبې په ورځ وویل چې، د بندیانو په اړه به په راتلونکو څو ورځو کې پریکړه وشي او دا به څرګنده شي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو څخه څو تنه خوشې کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه: “ما له ټولو ادارو غوښتي څو د یکشنبې تر ورځې د هغو بندیانو شمیر نهایي کړي چې موږ یې په اړه پریکړه وکړو. ”

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل: ” دا یوه تبادله ده، باید واضح شي چې زموږ زندانیان چېرته او کله خوشې کیږي.”

ښاغلي غني زیاته کړه زموږ د بندیانو له خوشې کېدا پرته په یو طرفه ډول تبادله نشي تر سره کیدای.

طالبانو ویلي دوی چمتو دي چې د بندیانو د تبادلې تر بشپړیدا وروسته په یوه اونۍ کې د ننه له افغانانو سره خبرې وکړي.

ولسمشر غني وویل چې د سولې خبرې نه باید په یوه هېواد کې وي؛ خو قوي احتمال شته چې لومړۍ ناسته به په قطر کې تر سره شي.

طالبانو تر دې دمه  د ولسمشر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. پرېږدئ چې دا تورمخي طالبان راشي او دا د جنایتکارانو تش په نامه دموکراسي دړې وړې کړي چې د ښه او بد انسان پکښې توپیر نشته. دلته د جنایتکارانو لپاره هر څه شته خو د هېوادپالو لپاره هر څه حرام او ممنوع دي.

  2. ولسمشر یوه غوښتنه درڅخه لرم چی له خپل څنګ څخه له غربی هیوادونو څخه راغلی مشاورین لیری کړه او پدی خاوره کی تربیه شوی ځوانان له ځان سره دندو وګماره بیا به پوه شی چی افغان ولس له ما څه غواړی او زه په کوم لور روان یم

    او بله دا چی نړیواله ته په روښانه ووایه چی تاسی طالبان په رسمیت پیژنی او که دا مشروع دولت کچیری طالبان په دولت پیژنی نو سر له سبا ټولی چاری ورته سپارم کچیری تاسی جمهوری دولت په رسمیت پیژنی نو امریکا او ددی هیواد ځانګړی استازی څه کاره چی افغان دولت په شتون کی له طالبانو سره اړیکی ساتی او اقتصادی پروژو په اړه ورسره غږیږی بلکه په یاد وساتو چی افغان دولت له امریکا سره هم مهاله ستراتیژیک او امنیتی تړون لری کچیری امریکا دی تړون ته ژمن نه وی نو افغان دولت یی باید فسخ لپاره له پارلمان څخه غوښتنه وکړی چی امریکا هم پوه شی چی افغان دولت هم د خپل ولس او هیواد ګټو کتو ګام پورته کولی شی

    بله دا چی خلیلزاد څه کاره ده چی پاکستان د پوځ او استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره د افغان سولی په اړه خبری کوی کچیری پاکستان پوځ او استخبارات له طالبانو سره نږدی اړیکی درلودی نو امنیت شورا او ملګری ملتونه او په ځانګړی امریکا د پاکستان په وړاندی پدی ۱۹ کلنه جګړی په دوران کی پټه خوله وه کچیری پاکستان طالبانو پټنځایونه نه برابروی نو ولی خړلیست کی پروت دی کچیری وی نو ولی د ایران سپاه پاسدارانو په شان سیاسی او اقتصادی بندیزونه نه ورباندی لګول کیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب