جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهننګرهارکې ۱۱ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهارکې ۱۱ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۲) ـ د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، په دې بریدونو کې ۲ سرحدي پولیس وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه د سرحدي پولیسو په ځوابیه برید کې وسله والو طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو به خبره یې چې طالبانو ته د اوښتي تلفاتو کره جزیات په لاس نه لري.

بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار خوږیاڼو له ولسوالۍ څخه وخت نا وخته د دا ډول بریدونو خبرونه خپریږي او خلک یې په یو شمیر سیمو کې د نا امنۍ خبره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...