جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېولسمشر غني ته څو وړاندیزونه | تمهید سیلانی

ولسمشر غني ته څو وړاندیزونه | تمهید سیلانی

لومړی: د دې لۀ پاره چې ټول افغانان خپل ملي زعیم او د اوسني افغانستان بنسټ اېښودونکی احمدشاه بابا ښۀ وپېژني او ګاونډیو هېوادونو ته مو پر خپل تاریخي ویاړونو باور، مینه او درناوی پۀ ډاګه کړی وي، نو د هېواد پۀ بانک نوټونو یا پیسو باندې دې د احمدشاه بابا انځور چاپ شي.
 د نړۍ پۀ ډېرو هېوادونو کې  ولسونو د خپل ملي زعیم انځورونه پۀ خپلو پیسو کې ځای پر ځای کړي دي. پاکستان علي جناح ته د درناوي پۀ موخه دا کار ترسره کړی دی. امریکایانو د جورج واشنګتن عکسونه لګولي، ایران هم همداسې در واخله….
افغانان هم ملي مشر لري چې ټول یې بابا بولي. موږ ته هم پکاره ده چې دا کار ترسره کړو او پۀ خپلو پیسو کې د خپل ملي زعیم انځورونه ولګو. پۀ دې کار سره به هېڅ پردي پاله اشخاص د هېواد تاریخ او نومیالیو  ته د سپکاوي جرأت و نۀ کړي.
دویم: د هېواد د نومیالیو څېرو او اتلانو د لاښې پېژندنې او درناوي پۀ موخه دې، د هېواد پۀ تعلمي نصاب کې د (( نومیالي دي چې یادیږي)) یو مضمون ځای پر ځای شي.
دا مضمون دې د هېواد د نومیالیو ملي څېرو پېژندنې، افکارو، کارنامو، راتلونکو پلانونو او لاسته راوړنو ته ځانګړې شي.
پۀ دې کار سره به د هېواد نوی نسل خپل ملي مشران ښۀ و پېژني او د دښمن لۀ شومو اهداف څخه به پۀ امان کې وي.
د نړۍ پۀ نورو هېوادونو کې د خپلو ملي اتلانو د یاد او ښې پېژندنې پۀ موخه خپل راتلونکي کهول ته ځانګړي کتابونه لیکلي…
دريېم: د هېواد ملي، تاریخي، فرهنګي او ادبي څېرو د شخصیت او دهغوی پۀ نوم د نومول شویو ځایونو د ښۀ خوندیتوب پۀ موخه دې یو ځانګړې کمېټه د لویې څارنوالۍ،  اطلاعات و فرهنګ، ښاروالۍ، کورنیو چارو وزارت او علومو اکادمۍ لۀ غړو څخه جوړه شي. دا کمېټه دې د نومیالیو پۀ نوم د نومول شویو ځایونو، مقبرو، پاتې شویو سیمو او د نویو نومول کېدونکو ځایونو د نومې چارې، ساتنه او پالنه وکړي.
یاده کمېټه دې هېچاته دا اجازه نۀ ورکوي تر څو دملي څېرو سپکاوی وکړي، د نومول شویو ځایونو د بدلون هڅې وکړي او د افغانانو تر منځ خپلمنځي، ژبني او مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي. دا ډول کمېټې او اورګانونه پۀ نورو هېوادونو کې هم شته، ښۀ بېلګه یې زموږ ګاونډی هېواد ایران دی…
څلورم: د افغانستان پۀ اساسي قانون او قضایي ارګانونو کې دې د هېواد تاریخ، فرهنګ، ژبې او نومیالیو څېرو  ته د خیانت او سپکاوي پۀ موخه ځانګړې  درنه سزا او قوانین و ټاکل شي، تر څو څوک د هېواد تاریخ، فرهنګ او وکړو ته د سپکاوي او خیانت هڅه ونه کړي.
زموږ پۀ ګاونډیو هېوادونو کې هېواد ته د خیانت سزا اعدام دی، نو ښه وبه وي چې موږ هم دا چاره ترسره کړو.
موږ دا وړاندیزونه دیوې منظمې طرحې پۀ توګه ترتیبوو او پۀ نږدې راتلونکو کې یې د هېواد پارلمان، د ملي امنیت شورا او ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارو…

1 COMMENT

  1. ښاغلی تمهید سیلانی صاحب ډیره مننه ښه مقاله او لیکنه مو د افغانستان بنسټ اېښودونکی احمدشاه بابا په هکله لیکلی ده. خو ؟

    وروره ځما شخصی خواست دادی تر څو چه بهرنی ځواکونه وتلی نه وی، دغه کارونه به ځمونږ کمزوری ولسمشر ښاغلی غنی ته سخت او ګران وی. ځکه د بهرنیانو په موجودیت کی ځینی لنډغر او زورواکان بی بنیاده دعوی لری، کله به وای چه په بانک نوټونو دې د مسعود، مزاری، دوستم، سقاو او نورو انځورونه چاپ شی، او کله به دغه نوری ورته دعوی او جنجالونه کوی. ولسمشر غنی به هم د دغه زورواکانو دعوی او خبری منی، ځکه په همدا اوس وخت کی ښاغلی غنی کمزوری دی، داسی کمزوری چه لمړی خپل ځینی پښتانه دوه مخی زورواکان یی پښی وهی، نو چه خپل ورونه ورته ماران دی نو دا نور خو ورته بیا ښاماران دی.

    لنډه داچه د احمدخان بچیان ژوندی دی، ښه ډیر او ښه درانه دی
    په نن وخت کی د مکار او د غماز لخوا په غټ جال کی تیروزی، هم ړانده، هم کاڼه او هم ساړه دی.
    خو ټول وخت به داسی نه وی، د مکار او د غماز مخ به تک تور کړی، افغانی همت به بیا په جهان خپور کړی، د احمد انځور به بیا پیسو خپور کړی او بی هویته به په تورو تیارو کړی.
    والسلام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب