پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد لغمان په قرغیو کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز...

د لغمان په قرغیو کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز بنسټ کېښودل شوه

خبریاله: عاقله اسد (پنجشنبه، د سرطان ۱۱) د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، د دې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وایي، د شېدې ټولولو په دې مرکز، چې د کرنې وزارت په پراختیایي بودجې جوړیږي، څلور میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړولو چارې یې د روان کال تر پایه بشپړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې د چارواکو له قوله راغلي؛ دغه مرکز چې د لسګونه لېټره شېدو د ټولولو وړتیا لري، عصري خونې، د زېرمې خونه، او ګودام لري.

د دې ډولمرکزونو د جوړولو موخه د مالدارۍ د تولیداتو له لارې د خوړو خوندیتوب دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د شېدې ټولولو یاد مرکز په مستقیمه توګه له کلیوالو مالدارانو شیدې راټولوي او د لبنیاتو د پروسس فابریکو ته یې وړاندې کوي چې هم د کلیوالو مالدارانو د اقتصادي ودې لامل کیږي او هم په هېواد کې د لبنیاتو د پروسس له پراختیا سره د پام وړ مرسته کوي.

خلک او ټولنیز فعالان دا یو ښه ګام بولي.

ټولنيز فعال عرفان رحماني وايي، د دغو مرکزونو جوړېدل د لبنیاتو د پراختیا او کاروبار په برخه کې یو مثبت ګام دی.

هغه زیاتوي؛ د شېدې ټولول او شېدو ته بازارموندنه کولای شي چې د مالدارانو اقتصاد ته وده ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب