شنبه, اپریل 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسفیض وسیم (Bandwidth) باندویت

فیض وسیم (Bandwidth) باندویت

هغه سرعت ته ويل کېږي چې په وسيله يې يوه اله ډاټا واستوي، Bandwidth په ثانيه کې بيټونه (Bits Per Second) اندازه کوي، په ثانيه کې ٢ کيلو بيټه په دې معنا ده چې په يوه ثانيه کې ٢٠٤٨ بيټه ډاټا استولاى شي. په ياد مو وي چې ١٠٢٤ بيټه ډاټا ته يو کيلو بيټ ويل کېږي.

MAN

پر WAN او LAN بر سېره بله اصطلاح د MAN په نامه هم کارېږي.

MAN چې د Metropolitan Area Network لنډيز دى، د يوه ښار د جغرافيايي پولو په دننه کې د موجودو نيټ ورکونو لپاره کارېږي.

په ټوليز ډول په يوه ښار کې موجود تر يوه زيات لوکل اريا نيټ ورکونه د اړيکو د تېز سرعت له لارې يو له بله سره نښلوي، د همدې تېز سرعت د اسانتياوو له لارې ډېرې مواصلاتي کمپنۍ او شرکتونه ګټه پورته کوي.

نوموړي نيټ ورکونه  له: DSL, T3, T1, ISDN څخه عبارت دي.

ISDN  د Integrated Services Digital Network لنــډيز دى پر دې بر سېره نوموړي نيټ ورک ته DSL هم ويل کېږي چې د Digital Subscriber Line لنډيز دى.

 نيټ ورک او دندې يې

نيټ ورک د ډاټا ساتنې پر بنسټ پر دوو برخو وېشل شوى دى:

١. Server او Client نيټ ورک

2داسې کمپيوټر ته چې نورو کمپيوټرونو ته بېلابېل خدمتونه تر سره کړي، د نورو کمپيوټرونو په پرتله تېز وي او د ډاټا ذخيره کولو او امرونو پر تر سره کولو پوره واکمن وي Server ويل کېږي.

په سرور او کلاينټ کې نور سره تړلي ټول کمپيوټرونه کلاينټ بلل کېږي، د کلاينټ هر څه د سرور په پرتله کم وي، څه نا څه امرونه تر سره کولاى شي، خو تر ډېره بريده  سرور ته اړ وي.

په کلاينټ او سرور نيټ ورک کې ډېرى ځانګړي (Dedicated)  شوي سرورونه کارېږي، دا ډول سرور د يوه ځانګړي کار لپاره کارېږي، د بېلګې په توګه: فايل سرور، مېل سرور، يا اپليکيشن سرور او….

 ٢. Peer to Peer  نيټ ورک

په پير ټو پير نيټ ورک کې ټول کمپيوټرونه اوږه پر اوږه کار کوي، د هغوى سرعت او د امرونو تر سره کول سره برابر وي،  هرو دوو کمپيوټرونو ته پير (جوړه) ويل کېږي، په پير ټو پير نيټ ورک کې کوم ځانګړى شوى سرور نشته، هر کمپيوټر له بل څخه غوښتنې کولاى شي او هر يو د کلاينټ او سرور رول لوبوي.

که په نيټ ورک کې د کمپيوټرونو شمېر تر لسو کم وي، پير ټو پير نيټ ورک ښه کار کوي، که يې شمېر تر لسو ډېر وي بيا کلاينټ او سرور ښه رول لوبوي.

3 COMMENTS

  1. سلامونه اونیکی هیلی د تاند ویب پانی کارکونکو ته
    ماشا الله دیر په زړه پوری معلومات مو وړاندی کړل کمپویترپه بخش کی.
    که چیری نور په زړه پوری معلومات ګرانو وطنوالو ته وړاندی کړی نو شه به وی
    مننه کور مو ودان

    • وسیم صاحب وعده کړې چې د کمپیوټر په برخه کې به تاسو ته مالومات ټولوي او دې لړدۍ ته به دوام ورکوي..
      تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب