جمعه, اپریل 26, 2024
Homeټولنیزپه روشنګري بهیر کې (نړیوالتوب) معرفي شو

په روشنګري بهیر کې (نړیوالتوب) معرفي شو

۳/ زمری/ ۱۳۹۲ کابل- د روشنګرۍ بهیر د لکچرونو په لړ کې، د ځوان استاد بشرمل پسرلي له خوا پر نړیوالتوب موضوع باندې لکچر وړاندې شو.

roshangari222

ده د نړیوالتوب موضوع له میلاد څخه مخکې د اپلاتون او ارسطو له افکارو څخه را پیل، همداسې یې د ګوډ تېمور او چنګېزخان  پر دورو راتېره او تر اخوان المسلمین جریان پورې وڅېړله، ده وویل چې د پیغمبر ص او صحابه کرامو د مبارزې هم د عدم تشدد اړخونه لرل خو په ماډرن شکل د دې مبارزې موسس د هندوستان مهاتماګاندي دی، چې بیا د امریکايي تورپوستو مبارز ډاکټر لوترکینګ، د جنوبي افریقا نیلسن منډېلا او د پښتنو پاچا خان الهام ځنې اخیستی او پر دغه لار روان شوي دي، چې په نړیوالتوب کې خپل خاص اغېز لري.

ښاغلي پسرلی د نړیوالتوب پر ننۍ بڼه بحث وکړ، د دغه جریان د مخالفینو او موافقینو نظریات یې بیان او د هغه پر مثبتو او منفي اړخو یې خبرې وکړې.

پسرلي وویل، چې دا یو حتمي راتلونکی بهیر دی، چې د ټکر پر ځای باید سازش ورسره وشي او هغسې لارې چارې وسنجول شي، چې څنګه ورځنې ګټه اخیستلای شو.

پسرلي په اخیر کې وویل چې موږ نشو کولای، چې له سیاسي شعور او سیاسي مبارزې پرته له نړیوالتوب څخه د افغانستان په ګټه کار واخلو، ده زیاته کړه چې ځوان نسل باید د سیاسي فعالیت لپاره را ولاړ شي او په افغانستان کې د مثبت بدلانه لپاره پرلپسې سیاسي مبارزه وکړي.

دغه بحث چې په ویدا خصوصي ښوونځي کې جوړ شوی ونژدې دوه نیم ساعته دوام وکړ او د ګډونوالود توجه وړ وګرځېد.

د روشنګرۍ بهیر له خوا به دغه بحث ایډیټ، لیکنۍ، اډیو او ویډیو بڼه به یې د عامې ګټې لپاره په ټولینزو رسنیو کې مینوالو ته وړاندې شي.

1 COMMENT

  1. له راپور څخه مننه، د وینا ویډیو به چیري خپریږي؟ دا چي اوس زموږ ځوانان داسي پیچیده موضوعاتو باندي په څه نا څه حرفوي ډول ږغیږي د خوشالۍ خبره ده. د نړیوالتوب څخه تېښته ناشونې ده ځکه د ټولني په اهمو نهادونو باندي پراخبنسټه اغېزه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب