پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeروغتیاد دانو د مخنیوې لپاره څلور اسانې او اغیزمنې لارې

د دانو د مخنیوې لپاره څلور اسانې او اغیزمنې لارې

نن سبا ډیر ځوانان له دانو څخه د خلاصون په لټه کې دي. د دانو پیدا کیدل پر بدن باندې ډیر علتونه لري او د دانو د ورکولو لپاره ډول ډول دواګانې، کرېمونه او ټیوبونه په بازار کې شته چې ډیر اغیزمن نه دي. د انسان په پوست کې یو ډول غُدې شته چې د سېبم په نامه یو ډول مواد راباسې. کله چې سېبم ډیر زیات شي نو بیا د دانو سبب ګرځي.

د دانو یا ځوانکو د مخنیوې لپاره څلور اسانې او اغیزمنې لارې دا دي: (د شپې تر خوب دمخه):

د هګۍ سپین:

دا د دانو د مخنیوې لپاره تر ټولو اسانه لار ده. دوې یا درې هګۍ واخلئ او سپین یې د زیړ څخه جلا کړئ او بیا د هګۍ سپین ښه سره ولړئ (و خوځوئ). درئ یا څلور ځلې یې د پنبې په مرسته پر هغه ځای ووهئ چې دانې لري. د هګۍ سپین امېنو اسیډ لري چې دانې له مینځه وړي.

د غاښو کرېم:

د غاښو کرېم بیکینګ پوډر یا سوډا، هایډروجن پراوکسایډ، الکول او مینتول لري چي دانې وچوي، سوروالی او خارښت یې له مینځه وړي. د غاښو کرېم د شپي د خوب د مخه د پنبې په مرسته پر هغه ځای ووهئ چې دانې لري او سهار یې پاک کړئ.

لیمو:

لیمو ویټامین سې لري چې دانې ژر په اسانۍ سره وچوي. د تازه او طبیعي لېیمو اوبه پر هغه ځای ووهئ چې دانې لري. که چیرې دا طریقه  تاسو منظمه وکاروئ نو نوې دانې به مو هم پر بدن را ونه خیژۍ.

هوږه یا سرکه:

سرکه او هوږه د بکټریا ضد خاصیتونه لري، دواړه کولای شي چې دانې له منځه یوسي.

ډاکټر عبداللطیف قاضیزاده – چین

3 COMMENTS

  1. دیره مننه دگتورو معلومات نه ایاکولای شو چی دپخی په عوض دلاس په واسطه هغه دانی لرونکی زای باندی دغه شیان ووهو؟

  2. داكتر صاحب كله كله زما فه مخ باندي وزي وزي داني فيدا شي جي بيا مي جلد د دانو سره يو زاي فوستكي كوي ! ددي علت فه سه كي دي او د مختنيوي لاري جاري يي راوشايه ! مننه

  3. ډاکټر ډېره زېات مننه ده ښاېسته معلوماتو سخه –

    خو ېوه پوښتنه لرم هغه دا چې کله پر مخ باندې دانې راپورته سې او هغه ده لاس په زرېعه له مېنځه ېووړل سې او پر هغه ځاې باندې زخم او ېو کچنې ډب جوړ سې او هغه بېا ېو تور ټکې هم پېدا کې – نو سنګه کولاې سو چې دغه ډبونه اوتور ټکې له منځه ېوسو – ستاسې ده ښو معلوماتو په هېله

    – فضل احمد پوپل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب