شنبه, اپریل 20, 2024
Homeنندارتوند نړۍ لس هېښوونکې طبيعي منظرې

د نړۍ لس هېښوونکې طبيعي منظرې

 ژباړن: سپين روان نورزى

 ١- د ترکيې پاموکل:

پاموکل په ترکي ژبه کې د مالوچو کلا ته وايي، د دې ځاى په ليدو سړى لاس په لاس په دې پوهېږي چې دې ځاى ته دا نوم ولې ورکړل شوى دى.

د دې طبيعي غوړېدلي سيمې دويمه برخه د سوريې په (هايراپوليس-Hierapolis ) ښار کې ده؛ دا دوې سيمې د پېړيو په اوږدو کې دومره سره لنډې شوي چې اوس دواړه برخې يوه ښکاري. په دې سيمه کې پخوانۍ مقبرې اوس د دې ښار منظره جوړوي.

دا سيمه لمدې تيږې او د تودو اوبو چينې لري؛ د دې سيمې دا اوبجنې تيږې ګډ مرکز، سپين واورين رنګ لري او سپينه ځلا کوي. د تودو اوبو په دې چينو کې کلسيم کربنايټ رسوب کوي، همدې رسوباتو د دې سيمې د ظاهري څېرې خارق العاده نظم تشکيل کړى دى.

 2٢- په جنوبي قطب کې د يخو ټاپو او د اربس غر:

په اوسني وخت کې د اربس غر د ځمکې پر مخ تر ټولو فعال اورغورځونکى دى، دا غر د ځمکې له مخ څخه څلور کيلومتره لوړ دى؛ د دې اورغورځونکي غره په سره کې د اوبه شويو توکو بهانده حالت نړيوال شهرت لري؛ د اورغورځونکي غره له هغو پرخو چې چاودې شوي دي او تاو ترې پورته کېږي له هغو سړو سوړو سره چې د همدې غره په شاوخوا کې شته يو عجيب او غريب پېچلې سيستم خلق کړى، يانې له دوو څنګ په څنګ سوړو له يوې ګرم او له بلې سوړ تاو پورته کېږي.

٣- هغه اوبشندي چينه چې د هوارې ځمکې بڼه يې بدله کړه:

 په ١٩١٦ کال کې د امريکا متحده ايالاتو په نوادا سيمه کې د يوې للمي ځمکې څښتن غوښتل چې د خپلې ځمکې د خړوبولو لپاره اوبه پيدا کړي، په همدې لټه کې و چې په يوه مسته چينه وربرابر شو، د ځمکې څښتن د چينې په طبيعي جوش صبر ونه کړ او هڅه يې وکړه چې د ماشين په واسطه دا چينه نوره هم ژوره کړي ترڅو اوبه يې لا ډېرې شي، کله چې برمې په دې چينه کې کار پيل کړ چينه دومره مسته شوه چې د اوبو دارې يې تر اسمانه رسېدې.

دې اوبو په کمه موده کې له هوارې ځمکې لوړې کندې جوړې کړې خو دې کندو داسې نقشه غوره کړه چې ته به وايي يا له کوم ستوري عکاسي شوې او يا چا د کوم ستوري په اړه علمي تخيلي فلم جوړ کړى دى.

3٤- د کاشا کاتووه ټنټ پرخې:

د کاشاکاتووه ټنټ پرخې د امريکا په نوي مګسيکو کې هغه ځاى دى چې شپږ ميليونه کاله وړاندې د اورغورځونکي غره د چاودنې او د کاڼو د ولي کېدو په ترڅ کې رامنځته شوى دى.

دا پرخې اوس داسې لوړې ولاړې دي لکه چا چې په لاس په دې ځاى کې ايښي وي، ټولې پرخې يوې بلې ته ورته دي خو د لوړوالي په لحاظ توپير سره لري، د دې پرخو ترمنځ د شته لوړوالي توپير له څو فوټونو واخله تر ٩٠ فوټو پورې دى.

 ٥- د مياشتې دره:

دا دره د ارژانټاين په يوه لرې پرته سيمه کې ده او داسې ښکاري لکه په ځمکه چې چا اسماني مياشت ټکوهلې وي.

داسې ويل کېږي چې  دا پرتې پلنې او ولاړې لوړې تيږي د باد په مټ لوغونډۍ شوي دي، چې اوس يې د لغړندکو مرمري تيږو منظره جوړه کړې ده.

په دې ځاى کې څېړنو دا ثابته کړې چې دا ځمکه يو وخت کرهڼيزه وه خو اوس په وچه دره بله شوې ده، چاپيريال پېژندونکي علاقه لري چې په دې ځاى کې د ژويو او نباتاتو پاتېشونو باندې څېړنې وکړي او د دوى تاريخي لرغونتوب معلوم کړي.

4٦- د چين دانکسيا لنډفرم:

دانکسيا د (سرې وريځې) په مانا ده او په چين کې دا ډول سيمې شته، لکه د جانسو په ولايت کې د ژانګي سيمه.

دا سيمه له سرو رنګو تيږو او پرخو جوړه شوې ده چې په مرور د زمان په عجيبه غرونو او کړنګونو بدله شوې ده، سيلانيانو ته دا سيمه داسې ښکاري لکه په سرو وريځو کې چې مزل کوي.

56 ٧- په برازيل کې کمسارې رڼه چينه:

د برازيل له سالواډور څخه څلور سوه کيلومتره لرې د باهيا ايالت پلازمېنې سره خوا کې د ډيامانټينا سيمه کې د چاپادا په ملي پارک کې يوه ژوره چينه ده چې ژوروالى يې يو سلو شلو فوټو ته رسيږي، خو بيا هم کله چې ورته ګورې نو د اوبو په تل کې پراته کاڼي، د پخوانيو ونو ولي او د پرڅو څنډې په ډېر شفاف ډول ليدل کېږي.

کله چې لمر ورته د ښي لوري برابر شي نو له يوه سوري د لمر وړانګې د اوبو په مخ پروځي او ډېر ښکلى شين رنګى انعکاس کوي.

دې سوري ته لاس رسى د چاپيريال ساتنې او اکوسيستم په دليل ډېر نادر، ځانګړى او محدود دى.

7٨- د تيږو ځنګل:

د تيږو ځنګل چې د چين يوه ښکلې نمونه بلل کېږي له اَهک تيږو جوړ شوى دى.

لکه څه ډول چې وويل شول دا سيمه د آهک له ځانګړو ځيږو تيږو جوړه شوې، د اوبو په واسطه يې سطحه څېرل شوې او يوه ځانګړي بڼه يې تشکيل کړې ده؛ اوبو د تيږو په خوا و شا کې ټول شيان له منځه وړې پرته له ډبرينو مټو.

دا ډبرين ځنګل د مينګ له واکمنۍ را په دې خوا د نړۍ لومړۍ طبيعي غوړېدنه بلل شوې ده.

٩- د هونان وولنګيان:

په چين کې هونان هغه له اثارو او منظرو ډکه سيمه ده چې په ليدو يې د هر ليدونکي سترګي بريښي، خو وولنګيان د دې سيمې تر ټولو لويه او جذابه سيمه شمېرل کېږي.

د دې سيمې منظره له ٣٠٠٠ ډېرې ولاړې اهکي تيږي تشکيلوي.( آهک: دا يوه سپينه کلکه جذابه ماده ده).

په دې ځاى کې ښکلي ابشارونه او د ژرندې يو لوى آهکي سورى هم شته.

١٠- سالرډ اويوني:

د سالرډ مالګينه بيديا د التيپلانو په زړه کې پرته سيمه ده چې د بوليويا له په زړه پورې تجسمي منظرو څخه بلل کېږي.

دا بيديا دومره پراخه او هواره ده چې د لمر رڼا ته ځانګړى انعکاس ورکوي او داسې انګيرل کېږي، لکه اسمان چې په دې سيمه کې راټيټ شوى وي، په دې سيمه کې څو داسې دريڅې هم شته چې غير معمولي رنګونه خوروي چې سبب يې په دې سيمه کې د معدني رسوباتو شتون دى.

1 COMMENT

  1. په زړه پورې معلومات دي خو د پرخې پرځای مو پرښې باید لیکلې وای ځکه پرخه، شبنم ته ویل کیږي او پرښه بیا د تیږو یو ډول دی.
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب