شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د کورونا پېښې مخ په کمېدو دي

افغانستان کې د کورونا پېښې مخ په کمېدو دي

تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني وایي، د دوی د ارزونې او معلوماتو له مخې هېواد کې د کورونا ورځنۍ پېښې مخ پر کمېدو دي.

ښاغلي عثماني نن د یکشنبې په ماسپښین په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې روغتیا وزارت د کورونا ناروغي په دریو شاخصونو کې معاینه کړی ده چې دغه درې شاخصونه د مثبتو معایناتو پایلې، د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ناروغانو بستر کول او د ناروغانو نښې په سمه توګه مشاهده کول وو: ((داسې انګیرل کیږي چې د کرونا ویروس د پېښو شمېر دومره کچې ته رسېدلی چې سوکه سوکه کمیږي))

هغه د کورونا ویروس د پېښو کمېدل د خلکو لپاره ښه خبر او نیمکرغي وبلله، خو ټینګار یې وکړ چې ددې مخنیوي لپاره باید روغتیایي سپارښتنې جدي عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت نن د یکشنبې په ورځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۰۹ مثبتې پېښې ثبت کړي دي، چې په دې سره د ټولو پېښو شمېر ۲۸۸۳۳ تنو ته ورسېد.

د یادو رسمي ثبتو شویو شمېرو له مخې ۷۶۴ تنه له کورونا روغ شوي او ۵۸۱ نور مړه شوي دي.

اوسمهال د هېواد په بېلا بېلو روغتونونو کې ۱۹۴۸۸ تنه فعال ناروغان بستر دي او د وزارت د معلوماتو سره سم تر دې دمه هېواد کې یوازې ۶۵زره معاینات ترسره شوي دي.

باید وویل شي چې هېواد کې د کرونا ناروغانو او د مړو کچه له ثبتو شویو هغو څخه څو چنده زیاته ده، اوس هم ډیر ناروغان د روغتون پرځای په کور کې ځانونه قرنطین کوي

2 COMMENTS

  1. لعنت دې وي دې تش په نوم وزارت. د کرونا پخاطر ددې دولت سره میلونونه ډالر مرسته وشوه مګر دوی خاینو، مفسدو او د غلو اولادو ټولې پیسې ووهلې. داسې دروغ وګورئ وایي چې د کرونا په هر یو مریض یې ۱۳۸۴ ډالر مصرف کړي، دا هیواد او ددې هیواد دولتي روغتونونه او ډاکټران خو خلکو ته معلوم دي، چې یوه روپۍ هم په چا نه مصرفوي. ملت باید رابیدار شي او ددې غل دولت مخه ونیسي کنه نو د افغان نوم او خاوره نیست او نابودیږي. اکثره مامورین د نورو هیوادو څخه راوستل شوي او ګټه یې هم نورو هیوادو ته ځي، زه فکر کوم چې د افغانستان په تاریخ کې به داسې مفسد دولت نه وي راغلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب