شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهیوناما: طالبانو د کورونا موده کې پر ۸ او حکومت پر ۳...

یوناما: طالبانو د کورونا موده کې پر ۸ او حکومت پر ۳ روغتیایي مراکزو هدفي بریدونه کړي

تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما وايي، د کورونا له پیله تر اوسه افغانستان کې پر روغتیايي تاسیساتو ۱۵ بریدونه شوي دي.

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي چې په یاده موده کې روغتیايي تاسیسات او روغتیايي کار کوونکي د جګړې د ښکېلو لورو لخوا په قصدي او غیر قصدي ډول تر بریدونو لاندې نیول شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په یاده موده کې پر روغتیايي تاسیساتو ۱۵ بریدونه شوي چې ۱۲ قصدي او پاتې درې یې په تصادفي توګه رامنځته شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما ویلي چې پر روغتیايي مرکزونو اته هدفي او دوه تصادفي بریدونه د وسله والو طالبانو او درې نور هدفي بریدونه د افغان ملي امنیتي ځواکونو لخوا شوي دي.

راپور وایي چې پر روغتیايي تاسیساتو یوه تصادفي پېښه د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتې پرمهال رامنځته شوې ده: “طالبانو د روغتیايي کارکوونکو تښتونې ته دوام ورکړی او په یو درملتون یې برید کړی، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په قصدي ډول د تاوتریخوالي او ویري فعالیتونه تر سره کړي دي چې روغتیايي مرکزونه، کار کوونکي او د طبي وسایلو لېږد یې اغېزمن کړی دی او نا معلومو وسله والو د کابل په یو روغتون کې د زېږون پر څانګه برید وکړ چې په پایله کې لسګونو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.”

یوناما وایي پر روغتیايي مرکزونو دغه بریدونه پر داسې مهال شوي چې تر بل هر وخت اوس مهال روغتیايي خدماتو ته د کورونا ویروس له امله زیاته اړتیا لیدل کیږي.

یادې استازولۍ په قصدي ډول د روغتونونو په نښه کول جنګي جرم بللی دی او په دې اړه یې د تیر په څېر اندېښنه ښودلې ده.

په دغه راپور په افغانستان کې د یوناما د مشرې له قوله ویل شوي، د کووید ـ۱۹ وبا په لړ کې چې روغتیايي سرچینې لا دمخه محدودې شوي او ملکي وګړو ته له ځانګړي اهمته برخمنې دي، پر روغتیايي مرکزونو په قصدي ډول سره د بریدونو تر سره کول، په خاص ډول د غندنې وړ دي.

په راپور کې د کابل دشت برچي پر سل بستریز روغتون برید تر ټولو د ناوړه پېښې په توګه یاده شوې ده چې په وینا یې مسؤلیت یې لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

یوناما له ټولو ښکېلو غاړو څخه غوښتي چې پر روغتیايي تاسیساتو له بریدونو څخه ډډه وکړي.

د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو تر دامهاله د ملګرو ملتونو د یاد راپور په اړه غبرګون دی ښودلی، خو تر دې مخکې دواړو لورو د روغتیايي تاسیساتو د امنیت نیولو په اړه ژمنې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب