یکشنبه, مارچ 23, 2025
Homeخبرونهپولیسو د یوې هندوې درې سخت زړي قاتلین ونیول

پولیسو د یوې هندوې درې سخت زړي قاتلین ونیول

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه درې تنه غله یې نیولي دي چې یوه هندوه مېرمن يې په کابل کې د هغې په کور کې وژلې او د کور ټوله سرمایه یې ترې وړې وه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تاند ته وویل، دا درې کسان یې په کابل او د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې تېره ورځ نیولي دي او په لومړنیو پلټنو کې یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

نوموړی وايي، دغه درې کسان څه موده وړاندې د کابل څلورمې امنیتي حوزې اړوند، کارته پروان سیمه کې د هندوانو یو کور ته ننوتي وو او د کور خاونده چې تازه له هندوستان څخه راستنه شوې وه په بې رحمۍ وژلې وه: (( دوی څلور میاشتې وړاندې د حوت په ۸مه دغه کور ته ننوتي وو او د کور ټوله طلا او پيسې یې لوټ کړې وې.))

هغه مهال په ولسي جرګه کې د اهل هنودو استازي نریندر سېنګ خالصه د دغې وژل شوې مېرمنې نوم پرلیکا ښودلی او ویلي یې وو چې غلو ترې ۴۰ زره ډالر تښتولي دي.

په همغو ورځو کې هم د کورنیو چارو وزارت راپور ورکړی و چې د پېښې اړوند یې دوه کسان نیولي دي.
کابل کې له څه مودې راهیسې چې د کورونا له کبله بندیان خوشې شوي دی، جنايي پېښې او وسله والې غلاوې زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....