Homeخبرونهپر اسد ولوالجي برید کې د هغه د کورنۍ ۵ کسانو ته...

پر اسد ولوالجي برید کې د هغه د کورنۍ ۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: تېر ماښام د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د پوځي چارو د یو شنونکي، لیکوال او شاعر اسدالله ولوالجي د کورنۍ پر غړو چاودنه شوې ده.

د اسدالله ولوالجي کورنۍ تاند ته تایید کړه چې د نوموړي موټر پغمان ولسوالۍ په عینو سیمه کې هغه مهال د مقناطیسي ماین چاودنې ښکارشوی چې پخپله ولوالجي له خپلې کورنۍ سره په سفر روان وو.

په پېښه کې د اسدالله ولوالجي مېرمن او لور وژل شوي، خو د کورنۍ ۴ غړي یې ژوبل شوي دي.
ولوالجي فارسي او ازبکي شاعري او سیاسي شننې کولې خو تر اوسه کومې ډلې پر ولوالجي د برید مسوولیت نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...