جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنن شنبه تورخم یو طرفه خو چمن دروازه دوه طرفه خلاصه ده

نن شنبه تورخم یو طرفه خو چمن دروازه دوه طرفه خلاصه ده

تاند، شنبه، د جوزا ۳۱مه: په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، نن د شنبې په ورځ به د تورخم او سپین بولدک بندرونه د مسافرو پرمخ د یوې ورځې لپاره پرانیستي وي.

د چارواکو په خبره تورخم به په یو طرفه ډول پرانیستی وي، خو د کندهار کمیسیاري بیا وايي، د سپین بولدک دروازه به په دوه اړخیزه توګه د مسافرو پرمخ پرانیستې وي.

د کندهار کمیسیاري د یوې خبرتیا له لارې ویلي، چې نن شنبه به له دې غاړې څخه د چمن خوا ته یوازې په پاسپورټ او شناختي کارت خلکو ته د اوښتو اجازه ورکول کیږي.

همدا راز به پر دواړو بندرونو پاکستان کې بند پاتې افغانان اجازه ولري چې خپل هېواد ته واوړي، خو پاکستانیان اجازه نه لري چې افغانستان ته راواوړي.

د دې ترڅنګ په چمن کې پاکستاني چارواکو اعلان کړی، هغه کسان چې له افغانستان څخه پاکستان ته راځي، د معایناتو له مخې به یوازې په کورونا اخته او هغه کسان چې شدیده تبه او د کرونا علامات ولري، قرنطیني مرکز ته لیږدول کیږي او پاتې نور کسان چې د کورونا علامات نه لري، خپلو کورونو ته استول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ(۲۲ جون) د غلام خان، تورخم او سپین بولدک بندرونه پاکستان ته د افغاني صادراتو پرمخ پرانیستل شي

په ورته مهال پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل وايي، پاکستاني چارواکو ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي، هغه اضافي مصارف افغاني سوداګرو ته معاف کړي، چې د لارې بندیدو له امله په هغوی باندې راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب