ټوله ورځ به يې ګرېوانونه څیرې کول، چې موږ میراثي حکومتونه نه منو. د يوې کورنۍ واکمني د منلو وړ نه ده. راشئ اوس په هېواد کې د سیاسي ګوندونو حالات او واکمني وګورئ.
د افغانستان د عدلیې وزارت د رسمي ویبسایټ په حواله، د راجسټر شویو ګوندونو شمېر ۷۱ او د ثبت شویو جمعیتونو شمېر ۲۵۱۱ او د لغوه شویو جمعیتونو شمېر ۱۶۰۰ ته رسېږي.
د امریکا متحدو ایالتونو په څېر یوه لوی هېواد کې دوه مخکښ سیاسي ګوندونه دي، چې کله واکمنۍ د یوه او کله د بل وي، چې یو یې ډیموکرات او بل یې هم جمهوریت غوښتونکی یا جمهوریپال ګوند دی. هر ځل چې یو ګوند د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، بل ګوند اخلاقاً خپل شکست مني او مقابل لوري ته مبارکي ورکوي.
ځینې سیاستوال انتقاد کوي، چې له عدلیې وزارت سره ځینې ډلې ټپلې، چې یوازې په لنډمهاله سیاسي ګټو پسې دي، د ګوندونو په نامه ثبت شوي دي.
زموږ په هېواد کې خو نظام مشروطه شاهي و، اوس د ګوندونو واکمني له مطلقې شاهي واکمنۍ څخه هم بدتره ده.
هلته خو په واکمنۍ کې لومړي وزیر و، اوس خو په ګوندونو کې بې له مشر څخه بل چاته د خبرو کولو اجازه هم نه شته. په ډیر شمېر ګوندونه بیا هېواد شموله او ټول شموله هم نه دي.
په میراثي حکومتونو کې ټاکنې نه وي اوس په ګوندونو کې ټاکنې چېرې دي. په میراثي حکومتونو کې به تر پلار وروسته که به د چا خوښه وه یا نه وه خوښه، زوی به يې واک تر لاسه کاوه. راځئ اوس يې په ګوندونو کې وګورو، اکثره يې میراثي او کلونه- کلونه یا په کې ټاکنې نه دي شوي او یا د پلار پر ځای يې زامن راغلي دي.
د ځینو ګوندونو لوی او واړه اهداف هم مشخص نه دي، د دوی دریځ هم سیاسي حالاتو او تحولاتو ته په کتو بدلېږي رابدلېږي. که څه هم په ظاهره د سیاسي واک او ځواک د ترلاسه کولو هڅه کوي، خو په حقیقت کې ځینې ګوندونه ډېر واړه اهداف تعقیبوي، چې د هغو لپاره له هرې ممکنه وسیلې ګټه اخلي. کله د قوم، کله د سمت، کله د ژبې او کله هم د هویت د وړو کړیو خبره پورته کوي.
ټول چیغې وهي، چې دموکراسي ده او باید دموکراسۍ ته کار وشي. خو که د دوی په زړه کوم څه برابر نه و نو بیا له دموکراسۍ سرغړونه ده او که دوی هر کار کوي، هغه د دوی حق دی.
په ډیموکراسۍ کې لویې او وړې پرېکړې د اکثریت او اقلیت رایو پر اساس کېږي، د نړۍ په لویو پارلمانونو کې هم دا اصل شته.
حتی واکمن ګوندونه هم چې پارلمانونو ته خپلې طرحې او غوښتنې وړاندې کوي، که اکثریت رایې یې خپلې نه کړې، خپله ماتې مني او د پارلمان له غړو مننه کوي.
په ګډو او ائتلافي حکومتونو کې هم که یوه طرحه مطلق اکثریت خپل نه کړي، د رد ټاپه ورباندې لګول کېږي او پرېکړه د اکثریت په خوښه کېږي.
انتقاد کول ډېر اسانه دي، خو انتقاد منل بیا ډېر ستونزمن کار دی. حتی هيڅ د منلو وړ نه دي.
هر ځل شاهدان یو، چې د انتخاباتو په څېر د ډیموکراتیکو پروسو پر مهال ځینې ګوندونه د انتقاد غږ پورته کوي، چې د پلاني ولایت، پلاني قوم او پلانۍ قبیلې حق خوړل شوی، حال دا چې هغه ولایت، هغه قوم او هغه قبیله به په ځان خبر هم نه وي، خو کله چې دغه ګوندونو په واک او ځواک کې راګډ شوی، خاموشي یې خپله کړې ده، بیا د هغه ولایت، قوم او قبیلې د حق خوړلو چیغې نه وهي.
د ځینو په باور، ځینو سیاسي ډلو-ټپلو چې یوازې په محدوده کړۍ کې راګیرې دي، د خپلو شخصي ګټو ترلاسه کولو لپاره پاروونکي شعارونه ورکوي او د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي.
زموږ په ټولنه کې انتقاد او فساد یوه ډول ته اتڼ کوي. که زه انتقاد کوم حق مې دی، خو که ته انتقاد کوې، لومړی خو د انتقاد کولو حق نه لرې او که بیا هم انتقاد کوې بيا خو د ټاپو لګول زما د پلار او نیکه حق دی. مالي او اداري فساد هم همداسې در واخله؛ که زه فساد کوم خو په هېواد کې ماڼۍ پرې جوړوم او که ته کومه يوه افغانۍ له چا اخلې باید زندان ته لاړ شې، ځکه ته اولادونو ته ور باندې خواړه او لباس رانیسې.
د مارکیټونو په جوړولو خو ښار ښایسته کېږي، او ستا له خوا اولادونو ته د خوړو او لباسونو را نیول هغوی له مړینې ژغوري. دا کاملاً فساد دی او ته حق نه لرې چې اولادونه دې له مرګه وژغوري.
محمد يونس بارګامی وايي:
تاته احساس د ژوبلو زړونو څه دی
زړګی دې روغ، ګرېوان ګنډلی ګرځې
ته تالا شوې ځواني څه پېژنې
ګل په اوربل کې دې ټومبلی ګرځې
شاعر وايي:
هر سهار سترګې د ګل، په اوښکو سرې دي
په دې باغ کې بې ژړلو خندا نشته