Homeخبرونهاترا په لومړي ځل د کورونا ناروغانو ته د مصنوعي تنفس ارزانه...

اترا په لومړي ځل د کورونا ناروغانو ته د مصنوعي تنفس ارزانه ساینسي اختراع وکړه

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۸مه: د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ د تنظیم خپلواکې ادارې په لومړي ځل هېواد کې دننه په نړیوالو معیارونو برابر وینټیلاټور یاد مصنوعي تنفس ماشین جوړ کړ.

د دغې ادارې له مطبوعاتي دفتر څخه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، د کورونا ناروغانو ته د مصنوعي تنفس دغه جوړ شوی وینټیلاټور یې د ساینسي ابتکاراتو په لابراتوار کې چمتو شوی دی او نن یې د لیدو لپاره د اترا ادارې رئیس عمر منصور انصاري او مرستیال یې بلال هاشمي ورغلي وو.

د اترا مطبوعاتي خبرپاڼه کې راغلي، دا یې د ساینسي نوښتونو د لابراتوار لومړنۍ بریالۍ هڅه ده چې ترسره کېږي: (( د نوښتونو دغه تحقیقاتي اداره به راتلونکي کې نورې ساینسي اختراعاګانې هم وکړي او د افغانستان د ساینسي نوښتونو ملاتړ به هم کوي.))

د اترا د خبرپاڼې له مخې دا ماشین د کوویډ ۱۹ ناروغانو ته د درملنې لومړنی موډل و چې په خپل لابراتوار کې یې د ایم آی ټي له نړیوالو معیارونو سره سم تولید کړ.

افغانستان دا مهال د کورونا ناروغانو درملنې لپاره د وینټیلاټور ماشینونو لپاره شدیده اړتیا لري.
تر دې وړاندې په هرات کې هم د مصنوعي تنفس ماشینونه جوړ شوي وو، خو د روغتیا وزارت ناقص وبلل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...