شنبه, اپریل 20, 2024
Home+سپین چرګان/ استاد سعدالدین شپون

سپین چرګان/ استاد سعدالدین شپون

قسم مې دې نه وي اوس مې په رسنیو څه چې په ډیری لیکوالو شک پیدا شوی چې د رښتیا پر ځای دروغ مصلحت آمیز ته زیات مات دي.

تر دې به هم سړی ورتیر شي، ځکه د هر چا فکر آزاد دی. ته به یې تور بولې زه یې سپین،. کرزی ښه ولسمشر و، کرزی بد ولسمشر و، خو انصاف داره له کرزي نه توره بلا مه جوړوه، نه سپینه ملایکه. کرزی یو انسان دی، خامخا به ښه او بد دواړه لري. کرزی څه کوې زه به خپل یار مولوي خالص مثال ورکړم. زما په نزد پاک سړی و، خو کمزورۍ یې هم لرلې. ما ورته ویل چې سړیه ستا یې څه چې ریګن دې اسلام ته باله؟ ته د یوه هیات مشر وې او دنده دې دا وه چې د افغانستان داعیه په مخ بوځي. نه دا چې د ریګن نه دویم نجاشي جوړ کړې. د خالص ځواب هغه وخټ دندان شکن راښکاره شو چې راته ویې ویل، زه چا نه یم استولی، ځپله راغلی یم. نو مې وویل چې د خلکو نماینده نه یې نوحق ده پیره.

دا کیسه هر ځای تکراروم چې وښيم زما له نظره خالص هم سپینه ملایکه نه وه.

په تاند کې مې د اجمل خټک یوه خاطره خپره کړه چې له سره تر پایه د سترګو لېدلی حال و. خاطره نه شوه سور اور و. له هر لوري راباندې ګوزارونه وشول چې یو دوه یې د ادب له چوکاټه وتلي وو. حتی خټک صیب یې د ملي مشرانو سرلاری او د باچا خان انډول بللی و. ما ویل، د هر چا نظر بیل او څرګندول یې مجاز دی، خبر نه وم چې نژدې یاران رانه پردي کیږي. خو یوه بل شي ته مې پام شو، هغه دا چې لیکوال هم د نورو په شان افراطي کیدای شي. زموږ چې څوک خوښ شي بیا سپین چرګ ترې سازوو. فکر کوو چې کامل انسان دی. ما نه دي ویلي چې کاپر و، بلکه ویل مې چې پرچمي و، د ببرک کارمل سره مې لاس په لاس لېدلی. د وزیر فیض محمد سره مې ليدلی. د خلقیانو سره دومره نژدې نه و لکه د بنې سره یې. څه مې چې لیدلي خدایږو هغه مې ویلي دي. اجمل مړ شو او زه هم خدای ته ورتګ لرم. په دې سپینه ږیره ولې درواغ ووایم؟ اجمل خټک ښه شعرونه ویل دا یې منم خو سپین چرګ نه و. بلکه د سپينو چرګانو اوس دومره کمبوتي ده چې یواځې په پارامي (فارمي) چرګانو کې یې موندلی شو.

یو ښه مثال مې په سترګو وړم کال پنجشیر ته په یوه سفر کې ولېد. یوه خواږه یار لاس نیولی د پنجشیر ښکلې درې ته بیولی وم.هماغلته خبر شوم چې تصادفي خبره نه وه. د قوماندان مسعود د مړینې نیخه څوومه کالیزه وه خو زه ترې نه وم خبر، یار لغماني چل راباندې کړی و. چې ورغلم، ایله مې هوښ سرته راغی.له جبل سراجه چې درې ته واوښتو د سیند دواړو غاړو ته د خلکو هجوم و، دسترخانونه غوړېدلي وو، پولاوونه، سالنونه وو. تر لیرې لویې غونډې، دواړو غاړو ته دریشي کړي میلمانه په سرو غالیو دوه پښې ناست و. چې یوه جوپه به پاڅېده، بله به راغله.زما یار هم کم سړی نه و، ډیرو ورته کورنش (تعظیم) کاوه. یو همداسې کورنش د یوه داسې ځوان له خوا هم وشو چې زما پرې د پیژندګلو شک راغی. هغه اول د یار سره روغبړ وکړ، بیا یې ما ته اول لاس راکړ خو بیا مې کتل چې راسره تر غاړې ووت. استاد استاد یې راته لرل او جاردې شم، سترګې مو روښانې. چې ما وپیژاند نو ومې ویل «ته … پلانکی نه یې؟» هغه لکه چې ترور شو چې نه، تخلص نه منصب، نیغ په نیغه مې یې نوم واخیست. دا لا څه چې زیاته مې کړه، ظالمه هغه کامرې دې ولې وتښتولې؟» نور یی و نه کتل، ایسته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ورک شو. یار مې وویل،«استازه، تا خو سړی سپک و سپاند کړ، د شورا معین، د مخدره موادو رییس، د جمعیت ویاند…. داسې منصب نشته چې ډالرې دې ولري خو دی دې ورکې چوخ نه وي.

ما په اول کې ځکه نه پېژاند چې پخوانی رنګ یې د ننګرهار ګرمو تور سکور ګرځولی، اوس لکه فارمي چرګ سپین. یار چې اوس يې موډ بدل شوی، خندا یې نه درېده، وویل،«نن سهار داسې تروش وم لګه د شوربازار سیرکه، خو د بالاجای امر و چې نن به د امیر صیب زیارت ته پنجشیر ته راځم. مګر ستا خبره چې معین صیب ته دې وکړه دا دغم سفر را باندې جشن کړ» .

نور یې د اورېدو وایي، خو ماتل د لیکوالۍ لومړی ادب ساتلی، د سترګو لېدلی حال مې بیان کړی. ایسته د یارانو خوښه چې دا چرګان سپین بولي که سره. د کامرو کیسه هم د لوستو ده. خو بل وخت ته دې پاتې وي.

2 COMMENTS

  1. محترم استاده وایم ماغوندی په زرګونه ځوانان د ستا نه صدقه وی. سهار چه دفتر ته راشم ، تاند پدی هیله را اړوم چه ګوندی دشپون صاحب یا قانع صاحب کومه لیکنه وی، په لکینیو کی دی هم پند دی او هم خوند. هغه د کندهاریانو خبره دوا دی سه.

  2. استاده زمونږ خو د بیا دا بلی کیسی ته اډی کړه خو هیله ده چی ژر یی په تاند کی خپره کړی . ستا سو د روغتیا او اوږد مثمر ژوند په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب