Homeمقالېپېښې | محمدمصطفی سمون‎

پېښې | محمدمصطفی سمون‎

پدېدې پېښې زېږوي، پېښې اشخاص زېږوي دا په بشري تاریخ کې د هغو کسانو د ژوند برخه ده، چې نن د کتابونو په پاڼو کې لیدل کېږي.
ژوند د متضادو افکارو په مجموعه کې ښه رشد کولی شي. دا ځکه چې هر انساني تصور په ذهني او فزیکي لحاظ د ټولنې د عمق په اړه فکر کوي. دا د تېر ژوند له هغو پېښو متاثر اشخاص دي، چې د ده تفکر او کړنلاره کې اغېزمن تمام شوي دي. موږ د هر څه په اړه د خیال برخه درنوو.
ژوند په فکر او فکر په ژوند ښه ښکاري. همدغو څیزونو د ټولنې د بدلون پاڼې سپړلې دي. کله چې دروني غوښتنې په ټولنیزو غوښتنو باندې خپل سیوری خور کړي؛ نو هله د ژوند کولو په اړه تصور په نشت حساب شي. دا ځکه چې انسان د همدې تاثر له مخې متاثر کېږي.
موږ په ټولیز ډول د همدې بدبینیو او ښېګڼو په رڼا کې ژوند تر سره کوو. هیلې په همدې درېدلي حالت کې د خپل فکر په تاوان خپل تاثر وړاندې کوي یا ځینې وخت له همدې پېښو د اشخاصو فکر له یوې محدودې راوځي د ځان، کور او ټولنې په اړه د فکر کولو ذهني چاپیریال پراخیږي.
له دې سره کېدای شي د انساني ژوند د بدلون نښې هم ورسره تړلې وي؛ نو ویلی شو، چې بدلون د فرد په سالم تفکر پورې هم تړلی. که موږ د لیکوالانو، فلسفیانو او نورو ټولنیزو اشخاصو ژوند لیکونه ولولو؛ نو  پوهېږو چې دوی د ستر فکر او متحوله ژوند د غوره کولو ایډیال یې له ستونزو او ناخوالو زده کړي او غواړي ژوند د نورو په روزلو او فکري بدلون ته سیخ کړي. تاریخ په ټوله کې خبر دی، چې له پخواني فکر او ژوند سره مو اشنا کوي او د هرې پدېدې په وړاندې مو حساسوي.
فرد هغه وخت د ازادۍ احساس کوي، چې له هر څه وړاندې په ټولیز ډول د یو مسوول په توګه مبارزه وکړي، بیا د انساني عواطفو په درک نه خطا وځي بلکې استقامت او مقاومت اختیاروي. ټولنه هم د همدې پراخ فکرۍ په ډنډ ورګډوي.؛ نو په ټوله کې ویلی شو ، چې پېښې د بدلون نښې دي، چې د تحول په غېږه کې وده کوي او ټولنې ته د ژوند زاویې پرانیزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...