سه شنبه, مې 7, 2024
Homeجنرال وزیريد خندا وړ خبره| جنرال دولت وزیري

د خندا وړ خبره| جنرال دولت وزیري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال ځان ته احضار او د احتجاج په توګه يې ورته ویلي دي:

ایران حق لري چې:

– د سوريې جګړې ته افغانان ولیږي.

– هغه افغانان چې د ایران په زندانونو کې دي اعدام کړي.

– هغه افغانان چې په نشه يې توکو روږدي دي افغانستان ته راولېږي.

– هغه افغانان چې په کرون اوایروس د اخته کېدو اشتباه ور باندې کیږي بې له درملنې ووژني.

– د نړیوالو قوانینو خلاف په کرونايي ماحول کې له ایران ځخه په لسګونو زرو افغانان وشړي.

_ د اوبو په واسطه د افغانانو وژل خو د دوی د پلار او نیکه حق دی.

– د اور په لمبو کې د افغانانو وژل خو د نن خبره نه ده.

– له هغو اوبو څخه ګټه پورته کول د افغانانو له پاره اجازه نشته چې له افغانستان څخه ورځي.

– د افغانستان په جوماتونو کې د دیني عالمانو وژل په دوی پورې څه اړه لري.

– د افغانستان مخالفینو ته ځای او وسلې ورکول خو پخوانۍ او یوه عادي خبره ده.

– د پورته خبرو په څیر یو څو نورې مرغلرې.

                              او بیا يې ور ته وویل:

– هغه زموږ د ډالرو تورې خلطې مو سترګو ته ودریږه.

– د سوريې جګړې ته چې افغان لیږو دا خو تاسو سره مرسته ده، سبا ته کولی شي زموږ په ګټه په افغانستان کې هم وجنګیږي.

– د کرونا په اشتباه د ککړو افغانانو وژل هم له دوی سره مرسته ده، ځکه له هغه سخت درد څخه د دوی د خلاصون آسانه لاره ده.

– له ایران څخه د افغانانو شړل زړه خبره ده.

– په اوبو وژل خو له پخوا څخه رواج دي، ځکه ستاسو خپلې اوبه دي.

– د اور په لمبو کې د اوبو څکل ګټه نه لري، بې له هغې سوځي. ولې موږ هغه اوبه چې تاسو را کوئ په ځان کمې کړو.

– تاسو ته شرم دی چې د یوه دوست هیواد پر ضد مظاهرې کوئ، ځکه ستاسو نیم خو زموږ خپل خلک دي.

                                   خبرې خو ډېرې وي:

خو زه به يې هغه اخرنۍ او ډیره په زړه پورې خبره باندې پای ته ورسوم چې ويې ویل:

«تاسو چې زموږ سفیر نه شئ غوښتلای موږ خو مجبور یو چې افغان سفیر را وغواړو او خپله غمرازي ور سره شریکه کړو. »

په پای کې يې د افغان او ایران دوستي ته د دعا لاسونه پورته کړل.

یو څه چې روښانه دي هغه ټولې نړۍ ته ښکاره دي،که افغانان په خپل منځ کې څومره ګډوډ وي خو دښمن ته یو دي. ایران باید په دې پوه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب