دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهولې تل بې دلیله خفه یو، خو خوښ نه!؟

ولې تل بې دلیله خفه یو، خو خوښ نه!؟

آمنه خان عزیزي

دې پوښتنې ته په ځواب موندلو باید وتوانیږو چې ولې موږ ډېر کله بې دلیله خفه یو، خو بې دلیله خوښ نه یو!؟ ډېر کله داسې هم کیږي چې بې دلیله خوښ اوسو، خو ډېر کم وخت داسې وي.
راځئ!
ټول لاملونه را وسپړو، چې ولې موږ ډېر کله بې دلیله خفه یوو!؟
هېڅ داسې څه به نه وي چې دلیل ونه لري، موږ که د خوښۍ احساس هم کوو، یو دلیل به لري، چې خوښ یو او که د خفګان احساس هم کوو دلیل به لري، چې ولې د خوښۍ احساس نه کوو.

که تاسې ډېر کله د خفګان احساس کوﺉ او نه پوهېږﺉ چې دلیل یې څه دی او ولې د خفګان احساس کوﺉ، دا حتماً په لاملونو کې یو وړوکی لامل لري ځکه تاسې هغه نه شﺉ حس کولی هغه وړوکی لامل هم د خفګان یو دلیل دی، که تاسې ټول لاملونه راوسپړﺉ نو پوه به شﺉ، ډېر وړوکی لامل دی چې تاسې یې خفه کړي یاست خو ستاسې په اند بې دلیله خفه یاست، اوس چې پوهیږو هر خفګان او خوښي یو لامل لري او بې دلیله نه وي، خو لا هم په بې دلیله بحث کوو، دا چې وایوو بې دلیله خفه یم او تر شا یې هم وړوکی لامل وي دا بیا پر ډېر ژور خفګان هم بدلېدی شي، هڅه وکړﺉ د خفګان تر شا لاملونه راوسپړﺉ، څو پوه شﺉ چې ولې خفه یوو او څنګه خپل خفګان لېرې کولی شوو، د بېلګې په توګه:

کېدای شي تاسې مو د یو خوږ ملګري\ې نه په وړه خبره خوابدې شوي یاست، خو هغه خبره به دومره لویه هم نه وي او تاسې به پرې خفه یاست، هڅه وکړﺉ دا لامل له منځه یوسﺉ، ځان ته ډاډ ورکړﺉ، چې په ملګرتیا کې ځیني وړې او لویې خبرې رامنځته کیږي، نو بیا ولې همدا وړې خبرې د ژور خفګان لپاره لامل جوړ کړو، یا هم کېدای شي چې تاسې لوی کاروبار ولرﺉ او په کې څه نا څه تاوان وکړﺉ، دا هم زما په اند وړوکی لامل دی، ځکه کاروبار کې هغه وخت ګټه کیږي، څو بیا بیا ځلې په کې تاوان وکړﺉ.

په ژوند کې تر دې ډېر واړه لاملونه هم پیدا کیږي، چې تاسې پرې خفه یاست، که تاسې زده کوونکی\ې یا زده کړیال\ه یاست او ډېر کله خفه یاست، نو کېدای شي لامل دا وي چې تاسې په درسونو کې کمزوري یاست، یا مو د ښوونکو چلند درسره سم نه دی او د چلند پر لیدو یې ډارېږﺉ چې په ازموینه به کمې نمرې درکړي یا خدای مه کړه ناکام به مو وکړي، یا مو په ازموینو کې کمې نمرې اخیستي او له دې کبله اندېښمن او خفه یاست، دا ډېر واړه لاملونه دي، که واقعاً په درسونو کې کمزوري یاست او دا مو د خفګان لامل کیږي، نو سخته نه ده په درسونو کې هڅاند اوسﺉ له درسونو ور ها خوا ازاده مطالعه وکړﺉ، که مو د ښوونکو چلند درسره سم نه وي ادارې ته ترې شکایت وکړﺉ څو مو ستونزه در حل کړي او که په ازموینو کې مو کمې نمرې اخیستي وي یا خدای مه کړه ناکام شوي یاست نو د راتلونکو ازموینو لپاره ښه درسونه ووایاست تر څو خپله دغه لټي مو جبران کړﺉ او ازموینو کې د ښو نمرو ګټونکي شئ.

نو که اوس پوه شوي یاست چې د بې دلیله خفګان تر شا مو یو وړوکی لامل پټ دی نو تل هڅه وکړﺉ هغه لاملونه له منځه یوسﺉ او که واقعاً پوهېدلي یاست چې بې دلیله خفګان مو تر شا هغه واړه لاملونه لري چې پر خفګان نه ارزي نو هېڅکه به خفه نه شﺉ.
او
د بېدلیله خوښ اوسېدلو لامل هم باید رانه پاته نه شي.
لکه څنګه چې را څرګنده شوه چې بې دلیله خفګان مو د ډېرو هغو وړو لاملونو له کبله دی چې هېڅ په خفګان نه ارزي داسې بې دلیله د خوښۍ احساس کول هم ډېر واړه لاملونه لري، تل هڅه وکړﺉ بې دلیله خوښ اوسﺉ، څو مو خوښي لاپسې زیاته شي، خو لکه څنګه مو چې د بې دلیله خفګان د لاملونو د پیدا کولو او له منځه وړلو یاده وکړه نو د بې دلیله خوښۍ احساس کولو لپاره دا هر څه برعکس کړﺉ، هڅه مه کوﺉ چې د بې دلیله خوښ اوسېدلو لاملونه مو ولټوﺉ، که تاسې د بې دلیله خوښ اوسېدلو لاملونه مو راوسپړﺉ کېدای شي هغه ډېر واړه لاملونه وي او تاسې د هغې پر پېژندلو ووایاست، چې دا نو لا څه خبره ده چې زه پرې دومره خوښ\ه یم، نو هماغه ده چې ستاسې د بې دلیله خوښ اوسېدلو دغه واړه لاملونه هم په خپل سر له منځه ځي.

که څه هم ډېر کم پېښیږي چې د بې دلیله خفګان په پرتله بې دلیله خوښ اوسﺉ خو بیا هم هڅه وکړﺉ!
تل بې دلیله ځان خوښ وساتﺉ، څو مو بې دلیله خوښي لاپسې زیاته شي او ژوند هم درته بې خونده نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب