له زلمیتوبه را هیسې، لکه د جولا تنسته د امریکا او وطن ترمینځ جار وځم. واده مې وطن کې وکړ بلکه پلار را ته وکړ، بیا د تحصیل په نیت امریکا ته راغلم. ماسټري مې چې واخیسته وطن ته ستون شوم. د روسانو تر یرغل پورې هلته وم، بیا مې امریکا ته کډه وکړه. خو تر اوسه داسې ګڼم چې
خوب مې په وطن کې دی، خوردن مې په وطن کې دی
خوب کې چې هم مرمه زنکدن مې په وطن کې دی
ځان چې هر څومره امریکایي کوم، چې د کوڅې او بازار انګلیسي اصطلا حات کاروم خو مه دې شه. پګړۍ مې به دریشي بدله کړې خو تر پوستکې لاندې مې هماغه شډله وینه بهیږي. لا هم اتڼ ته نشم ټینګېدای.لامې هم لنډۍ ته ګبڼۍ نیسي افغاني چینجی مې لا هم غونځېږي. دا لافې نه دي، نیمګړتیا به وي خو د غنی بابا خبره، چې د پښتون ښکنځل ورکې نه وي، نه یې منم.
تر وړمې ورځې مې دا سې انګیرله چې دین خو لا څه کوې، زموږ افغانانو دود دستور، په تیره په اخلاقو کې امريکایانو سره نه پخلا کېدونکي دي. شرم او حجاب چې زموږ د کلچر نه بېلېدونکې خاصه ده په ټول غربستان کې یا نشته یا په نیشت شمار دی. دا نیمه بربنډې ښځګلې چې دلته ما هره ورځ لېدې چې دلنډو کمیسونو سره مې سرویس کې پرتوښکلې، څنګ ته کیناستې کابل کې، د پېښوریانو خبره مجال و.
وړمه ورځ داسې پيښه شوه چې زه د میرمنې او لوڼو سره، د یوه واده د خریت (د لوګریانو په ژبه جامو د پیرو دلو) په نیت بازار ته ووتو. دوکانداره د پاخه عمر یوه میرمن، نانسي زما د کوروالا خورینګه وه. وخت زیات تیر شو. یو خو میرمنې د خریت په چار کې نخرې کوي، لس کمیسونه لر بر کوي، یو هم نه خوښوي، لس نور ورته دوکاندار راښکته کوي، ایله کوم یو یې خوښ شي، آخر کې په یوه باندې سلا شي، دا نور خواره واره ټوپه کې دلته هلته پرا ته وي.
ځریت ایله بیله دوه کمیسونه وو. کله چې ماشین کې د کرېډټ کارډ په جار ایستلو پیسې ورکړ شوې. دوکاندارې د کوروالا سره څه پسپسی شروع کړ خو ورو ورو زما نه لرې کېدې. کافي ختمه شوه لاهم دوی د دوکان لر سر کې سره ولاړې وې، لاسونه یې ارتول. په خبرو لګیا وې. ما ساړه اسویلي او تاوده ارږمي ایستل. ایله لوړ ما زیګر راغلې. کورته په رسېدو مې کوروالا راټینګه کړه چې څه خبر وه؟ هغې وویل ،«نانسي د خپلې ناروغۍ کیسه راته کوله.» ماوویل« نو زما تر مخې یې ولې نه کوله؟» هغې وویل«د شرم خبره وه د تیو سرطان یې و. بلې هفتې ته جراحي لري. ورنه غوڅوي یې.« ما ته تعجب ودرېد چې امریکا یې میرمنه ګوره او شرم! فکر یووړم چې زه ځانته مغروره وم چې دوه لسیزې مې دې د کاپر ملک امریکا کې تیرې شوې او لاهم نه پوهیدم چې په دوی کې هم شرم شته. په رښتیا هم
بني آدم اعضای یکدیګرند که در آفرینش زیک ګوهرند
لږ نور فکر مې چې هم وکړ، زموږ خپله پنجشېرۍ رایاده شوه چې د کومې خارجۍ سره یې د پنجشیر سیند کي لامبل او بیا يې وویل «ښځه پرنګۍ، وجود یې لکه زما»
د سرطان له امله د ښځې د سینو غوڅولو خبر وژړولم. الله، ته رب العلمین یې، ته پر ټولو انسانانو رحم وکړه! الله، انسان ته د نورو ورکړو ښو تر څنګ دا هم ورکړه چې د سرطان او نورو ناعلاجه ناروغیو بېخ وباسي.
شپون صاحبه – جالبه کیسه دی وکړه.
دلته په یوروپ کی چی ره ژوند کوم ، همیشه په بایسکل دیخوا او اخوا او آن کار ته پی ځم
په لیاره کی همیشه نجونی کله مخته او کله شاته راپسی روانی وی او ښوونخی او یا کار ته ځی
دنحونو بالاتنه او یا ټی شرت همیشه لنډوی ان شایی تری ښکاری. باوروکی چی همیشه زه شاهد یم چی دوی غواړی ملا یی پټه وی او کوشش کوی چی خپل ټی شرټ پی را ښکته کی. دا ما په کراتو لیدلی دی او دی خبری ته باوری شوی یم جی دلته هم شرم شته او نه غواړی چی هرځی یی خلک ووینی .البته دشرم سطح به هر ځای کی سره متفاوته وی
په درناوی
کابلی والا