Homeخبرونهامریکایايي متخصصانو د کورونا د خطرناک ډول لپاره درمل تشخیص کړل

امریکایايي متخصصانو د کورونا د خطرناک ډول لپاره درمل تشخیص کړل

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۰) سره له دې چې د کورونا وایرس لپاره تراوسه واکسین او د تداوۍ لپاره د باور وړ درمل جوړ شوي نه دي، امریکايي متخصصانو ویلي چې د کورونا لپاره یې یو ډول درمل تشخیص کړي چې د دې وایرس د وژونکو ډولونو د مخنیوي لپاره اغېزمن دي.

دا درمل د کورونا وایرس له شدید عفونت  څخه ناروغان ژغوري.

دا درمل د (acalabrutinib) په نوم د درملو ترکیب دی چې د وینو د خبیثه سرطانونو د درملنې لپاره کارول کېږي.

د دې درملو په اړه د امریکايي متخصصانو د څېړنې پایلې په ساینس ایمونولوجي (Science Immunology) مجله کې خپاره شوي دي.

دا درمل د کورونا په ۱۹ داسې ناروغانو ازمویل شوي چې اکثرو یې تنفسي ستونزې لرلې او د مصنوعي اکسیجن لپاره یې د اکسیجن له الو اخیست.

د دې درملو استعمال وښوده چې د ناروغانو تنفسي ستونزه کموي خو لا هم پکار ده چې د هغه د بې خطره ډوز (اندازې) د ټاکلو لپاره په کنټرول شویو عضوي تجربو کې وڅېړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...