د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو نن/یکشنبه د راتلونکو سیالېو لپاره خپل تمریناتي کمپ پيل کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: دغه تمریناتي کمپ کې به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د توپوهنې، ډګر ساتنې او توپ اچونې برخه کې روزنه ترلاسه کړي.