جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهولسي جرګه: تکراري او مفسدو وزیرانو ته دا ځل رایه نه ورکوو

ولسي جرګه: تکراري او مفسدو وزیرانو ته دا ځل رایه نه ورکوو

تاند، جمعه، د جوز ۱۶ مه: ولسي جرګه وایي د نوې کابینې لپاره ور معرفي کیدونکو هغو غړیو ته به د باور رایه ورنکړي چې تکراري او یا په فساد کې ښکیل وي.

د ولسي جرګې لومړي نایب مېرزا محمد کټوازي ویلي، چې د نوې کابینې یو شمېر غړي د فساد دوسیې لري نو هغوی او هغو نورو کسانو ته به د باور رایه ورنکړي چې تکراري وي.

یادې جرګې له ولسمشره غوښتي چې د کابینې په ټاکلو کې تجربه، وړتیا او تخصص په پام کې ونیسي او د تېرو ناکامو څېرو له معرفي کولو دې ډډه وکړي.

بلخو بیا د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌ پال ویلي، چې نوې کابینه کې وړ کسان غوره شوي او ژر به د باور رایې اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

دا په داسې حال کې دی چې ارګ ژمنه کړې ده چې ژر تر ژره به کابینه بشپړه او ولسي جرګې ته معرفي کړای شي.
څو ورځې وړاندې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې د کابینې کار تر ډیره مخته تللی دی.

د یادونې ده چې حکومت تر دې دمه بهرنیو چارو وزارت، عامې روغتیا وزارت، د ښځو چارو وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، ملي امنیت ریاست، افغانستان بانک، د ښارونو پراختیا وزارت ته نوماندان ورپیژندلي دي.

3 COMMENTS

  1. ولسي جرګه د افغان ملت استازیتوب کوي . دوی باید د ولس غوښتنو ته د خپل اعتبار ساتلو لپاره مثبت ځواب ووایی.
    د ملا معنوي په شان جلادان چې لاسونه یې د ملي اردو د سربازانو او افسرانو په وینو سره دي او له بلې خوا لا تر اوسه یې د انتخاباتو د کمیسیون د ریاست د وخت څو زرهي او نقلیه وسایط او کمپیوترونه دغه کمیسیون ته ندي سپارلي او یا د ولسمشري انتخاباتو په وخت کې ملي نفاق ته لمن وهلي ، باید او باید نور د قدرت اوسیاست له صحنې ووېستل شي .
    د پخواني پاچا په وخت کې به پاچا او د ملت استازو داسې رښتیني کسان لوړو دولتي مقاماتو ته انتخابول چې لا تراوسه یې نومونه په نیک نوم سره یادیږي او افغانان پرې ویاړي لکه شهید محمد موسی شفیق ، شهید محمدهاشم میوندوال ، داکتر محمدیوسف ، داکتر نوراحمد اعتمادي ، داکتر عبدالظاهر ، عبدالمالک عبدالرحیم زی ، داکتر عبدالوکیل خان د کرنې او مالدارۍ وزیر او نور .

  2. تر څو چې دا هېواد تر اشغال لاندې وي، نړېوال امپریالیزم او د سیمې ارتجاع به پرېنږدي چې وړ کسان د دې غم ځپلي هېواد چوپړ ته ورودانګي. نو مړه دې وي امپریالیزم او ارتجاع، درناوي

  3. د مخترمو وکیل صاحبانو څخه د ولس هیله داده چه ولس ته په صداقت خدمت وکړی۰
    راشی د خدای د رضا لپاره د دی ولس لاس نیوی وکړی۰
    د وزیر انتخاب د کار شروع ده که حقیقی کاندیدانو ته رای ورکړی او د فساد مخ نیوی وکړی
    دا وطن به د یو روښانه راتلونکی څښتن شی۰مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب