پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېکامیابه ټولنه | حشمت ناصري

کامیابه ټولنه | حشمت ناصري

کامیابه ټولنه هغه ده چې د ښځو د تعلیم او د دوی د ټولنیزې ونډې او اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار کوي. که چېرې د اسلام او شریعت په رڼا کې د ښځو د ځواکمنتیا لپاره اړین فرصتونه برابر شي، نو ښځه کولای شي خپله کورنۍ او ماشومان په سمه توګه وروزي او ټولنې ته یې د خدمت کولو لپاره وړاندې کړي. 

په ټولنه کې د ښځو تعلیم او اقتصادي پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه په کار ده. په هره اندازه چې د ښځې د تعلیم او تحصیل کچه لوړه او اقتصادي ستونزې یې حل شي نو ښځه کولای شي یوه ټولنه د سوکالۍ، پرمختګ او هوساینې په لور روانه کړي. 

له بده مرغه، د افغانستان په ډیرۍ ولایتونو کې اوس هم د ښځو د تعلیم او تحصیل مخه نیول کیږي او د هغوئ د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې هغسې چې اړینه ده پاملرنه نه کیږي. 

دود، عرف، عنعنات قومي او ټولنیز حساسیتونه هغه څه دي چې ښځې د تعلیم او تحصیل او اقتصادي فرصتونو څخه محروم کړي او په پایله کې ښځه د یوې اړمنې موجودې په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته موثر او ممد نشي واقع کیدای.

اوس هم د هېواد په زیني ولایتونو کې د انجونو پیدایښت لوی عار ګڼل کيږي او له ماشومتوبه انجونو ته په ټولنه کې د دویم درجه موجود په سترګه کتل کیږي. انجونو ته دا احساس ورکول خپله د دې لامل کیږي چې هغوئ په ټولنه کې رغنده رول ونه لوبوي او دوی د یوه کمزوري موجود په توګه له حقارت سره خپل ژوند ته دوام ورکړي.

د تعلیم او تحصیل اړین فرصتونه برابرول د دې لامل کیږي چې ښځه په خپلو پښو ودریږی او د ژوند په مختلفو پړاونو کې د ستونزو د حل او د یوه روښانه راتلونکي لپاره کار او کوښښ وکړي. که چېرې ښځه بې سواده پاتې شي نو د ستونزو او سختیو پر وخت نه یوازي له اقتصادي بلکې د راز راز ټولنیزو ننګونو سره به لاس او ګریوان وي. 

زما په آند هغه دود، عرف، عنعنات قومي او ټولنیز حساسیتونه چې په ټولنه کې د ښځو د پرمختګ لامل کیږي ماتول یې په کار دي او په دې لاره کې قرباني او سرښېندنې ته اړتیا ده. 

پر مور او پلار دا لازمي ده چې د خپلو ماشومانو د برخلیک د ټاکلو لپاره دقت وکړي او ټول هغه اسانتیا او فرصتونه چې د خپلو زامنو لپاره ځانګړې کوي د انجونو لپاره هم په پام کې ونیسي.

ديني عالمان باید د کلیو او بانډو په کچه خلکو ته د اسلام او شریعت په رڼا کې د ښځو د حقوقو په اړه عامه پوهاوی ورکړي او ټولنه دې ته وهڅوي ترڅو کورنۍ د خپلو زامنو ترڅنګ د لورګانو د تعلیم او تحصیل په اړه ځانګړې پاملرنه وکړي. 

مدني ټولنې د ښځو د حقوقو په تړاو باید خپل تبلیغاتي او د عامه پوهاوي پروګرامونه د افغاني کلتور او د اسلام او شریعت سره سم تنظیم او په لاره واچوي. هر هغه پیغام چې د افغاني ټولنې او اسلام سره په ټکر وي پر ټولنې او د خلکو پر اذهانو بده اغیزه پریږدي، ټولنیز حساسیتونه راپاروي د دې لامل کیږي چې ښځې ډېرۍ فرصتونه له لاسه ورکړي.

د ښځو حقوقو ته درناوی او د دوی د پرمختګ لپاره اړین فرصتونه برابرول په کورنۍ او ټولنه کې د دوی د پرمختګ، سوکالي او هوساینې لامل کیږي. اجازه مه ورکوئ چې د ناسمو دودونو او عنعناتو له امله ستاسو ماشومان خصوصا انجونې او ښځې د تعلیم، تحصیل او اقتصادي فرصتونو بې برخې شي. 

باسواده او پیاوړې ښځه؛ باسواده او پیاوړې ټولنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب