جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروبین: د امریکا او طالبانو سوله کې له افغان مشروع حکومت سره...

روبین: د امریکا او طالبانو سوله کې له افغان مشروع حکومت سره خیانت روان دی

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۱۵مه:  د امریکن انټرپرایز څیړنیز مرکز  محقق مایکل روبین له طالبانو سره د امریکا د هوکړې په اړه بې باوري ښودلې او پخپلې یوې مقاله کې یې طالبان د حماس او حزب الله د ترهگرو ډلو سره پرتله کړې دي.

ښاغلي روبین ویلي چې ځکه یې په خپله څېړنیره مقاله کې طالبان د حزب الله ډلې سره پرتله کړي چې دواړه د یوه بل هیواد نیابتي ډلې دي.

روبین وایي د حزب الله ډله، د ایران له ملاتړ پرته لږ تر لږه په عملیاتي کچه پایښت نلري او همداسې طالبان د پاکستان پرته چې ورته اکمالات او عمومي سرپنا ورکړې، ځای نه شي ترلاسه کولی.

د روبن استدلال دا دی چې طالبانو ته باید په هغه سترگه وکتل شي چې دوی دي نه په هغه ډول چې دیپلوماتان یې ښیي: (( دوی ویلي وو چې له القاعده سره به اړیکې قطع کړو، خو تیر کال سپټمبر کې د القاعدې یو مشر د همدوی تر نفوذ لاندې سیمه کې ووژل شو. طالبان اوس د ترهګرو پر ځای افغان ځواکونو باندې بریدونو ته ترجیح ورکوي او د کندوز د بیا سقوط کولو هڅه یې ښه مثال دی. ))

نوموړی زیاتوي، دا امکان نه لري چې طالبانو ته دې اوس افغان ملت پالنه او د افغانستان ګټې مهمې شوې وي: (( طالبان تر بل هر وخت د افغان ځواکونو د وژلو هوډ لري. معلومه نده چې دوی په ټاکنو باور لري که نه، دوی اوس هم پر  اسلامي امارت ټینګار لري خو دا ناممکنه ده چې یو هیواد دی دوه سیستمونه ولري چې د یو نوم جمهوریت او د بل نوم امارت وي.))

د روبین په خبره طالبانو له ۱۹۹۵ نه تر ۲۰۰۰ کال پورې په ۳۰ ځلې مذاکراتو کې امریکا ته درواغ ویلي او دروغجن تضمینونه یې ورکړي وو چې اوس یې هم د طالبانو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي: (( په مذاکراتو کې باید له پاکستان سره د طالبانو اړیکه له پامه ونه غورځول شي، همدا راز مذاکراتو کې د افغانستان مشروع حکومت نه شاملولو خیانت به سوله او ثبات ټینګ نکړي.))

نوموړي د سولې د هوکړې د پایښت په رابطه ویلي چې په دې اړه خوشباوري ناسمه ده او حقیقتونه باید له پامه ونه غورځول شي نه هم ډيپلوماټان طالبان هغسې ښکاره کړي چې اصلن طالبان هغسې ښه نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نوي راپور په اساس طالبانو د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره دوه سرې لوبه کړې او له امریکا سره ‌یې د خپلو شپږ میاشتنیو خبرو پر مهال د القاعده شبکې له مشرانو سره سلا مشورې کولې.

همداراز راپور وایي، چې بهرنې ترهګر لا هم د طالبانو تر چتر لاندې افغانستان کې جنګیږي چې ۶ نیم زره یې پاکستانیان دي.

1 COMMENT

  1. وایی چی انسان هربد عمل دری،څلور ځلی تکرار کړی بیا یی عادت ګرځی او روږدی کیږی
    د افغان جهاد ترڅنګ د مفسد او جنایت پیشه حکامو ګاونډیتوب او داففان مشرانو مجبوریتونه ، خامی او بیا تر ټولو مهلک او شرموونکی د تنظیمونو او لیډر نما ګانو تعدد وکولی شو چی د هیرا منډیی اولاده ، تنظیمونو کی نفوذ او یو شمیر په ممیزو عادت کړی ، چی عین کار د آیت …ملیشو هم وکړ خو دواړو د انسانی ،اسلامی اخوت او ښه ګاونډیتوب معیارونو خلاف په منتها بی شرمی او پستی سره.
    دا نن چی موږ د استخباراتی ملیشو له دوهم نسل سره د سولی خبری لرو ، خلاف د تعهداتو او قسمونو د هیرامنډوی د جنرالانو په تخطیط او امر زموږ د سر سړی او علما وژنی ،چی دا وژنی هیڅ ډول تړاو د ایمان او سالم انسانیت سره نلری الا اولاده د منډوی سره. ، چی د مصلح داعی د. محمد ایاز نیازی شهادت یی ښه ثبوت دی.
    استخباراتی شرانګیز مرکزونو د صلحی تر عنوان وروسته دریمه اجرتی قاتله ملیشه هم فعاله کړی چی داعش ورته وایی
    او اوس ټوله نړی او انسانی ټولنی همدا واقعیت تصدیقوی چی پورتنی راپور یی ښه ثبوتی مثال دی .
    نو داسی ویلای شو چی د ګاونډیو شر انګیز استخباراتو نفوذ که پر تنظیمونو ۳۰٪ وی نو پر طالبانو ۶۰٪ او پر داعش ملیشو به تر ۹۰٪ هم زیات وی.
    نو زما توصیه مؤثر افغان مشرانو ته دا ده ، نور په حال او ویښ شی ،انسانیت مو تر سوال لاندی مه راولی ،مرصوص صف جوړ کړی چی الله رب العزت نجات درکړی نوری لوبی مه آزمایی چی د الله ج عذاب او شرمول نور هم شته او دوزخ هم د تنظیم یا استخباراتو مهمانخانه نه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب